لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله: ځانمرګي بريد کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې د چينايي وګړو په يو ګاډي ځانمرګی بريد شوی، پينځه چينايي وګړي او ډرايور یې پکې وژل شوي دي.‏

د ملاکنډ ډويژن د پوليسو مشر (ډي آی جي) محمد علي ګنډاپور رويټرز خبري ادارې ته ويلي، ځانمرګي بريد کوونکي د چينايي اينجينيرانو قافله په ‏نخښه کړې ده، کومه چې د اسلام اباد نه د داسو کېمپ ته روانه وه. ‏

هغه ويلي، په بريد کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي دي.‏

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.‏

پوليس سرچينو وي او اې ډیوه ته ويلي، د چينايانو ګاډی د مانسهرې نه داسو ډېم ته روان وو، چې د شانګلې بشام نالې علاقې ته ورسېد، د کوهستان د ‏طرفه موټر ګاډی ( ځایي خلک ورته غواګۍ وايي) راغلی ځانمرګی بريد کوونکی پکې ناست وو، د کوسټر ګاډي نه یې تمبولی او چاودنه یې کړې ده.

ويل شوي د چاودنې له امله په ګاډي اور لګېدلی او لاندې ژورې کندې ته لوېدلی دی پينځه چينايان او ډرايور یې پکې وژل شوي دي.‏

د شانګلې رېسکيو ‏‎1122‎‏ هم ډيوه ته تاييد کړه، شپږ مړي یې ترلاسه کړي د شانګلې روغتون ته یې منتقل کړي دي.‏

د کال 2021م د جولايۍ په مياشت کې د داسو په ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي چاودنه شوې، د نهه ‏چينايي وګړو په ګډون ورکې 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.‏

یادې پېښې ته پاکستاني چارواکو په لومړي سرکې د ګېس ليک کېدو له امله د چاودنې پېښه ويلې خو وروسته بيا د اګست په میاشت کې د هغه وخت د ‏بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي وو دا ځانمرګی بريد وو.‏

له دغې وړاندې د کال 2021م د اپريل په 21مه د کوټې د سرينا هوټل په موټر تم ځای (پارکينګ) کې يو ځانمرګی بريد شوی، پينځه تنه ورکې وژل شوي وو.‏

دغه بريد هغه وخت تر سره شوی وو چې د چين سفير د کوټې د ښار په دوره وو او استوګنه يې په هم دې هوتل کې وه، خو حکومتي چارواکو ويلي وو چې د ‏بريد پر وخت د چين سفير په ياد هوټل کې نه وو.‏

تېر کال د اګست په میآشت کې د پاکستان په ګوادر ښار کې په چينايي اينجينيرانو برید شوی، خو چين ويلي وو په بريد کې چينايانو ته مرګ ژوبله نه وه ‏اوښتې.‏

له دغې وړاندې د مې د میاشتې په لسمه د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ پوليسو دعوه کړې وه، کراچۍ کې په چينايي کمپنۍ ترهګر برید یې شنډ ‏کړی او په کمپنۍ ورننوتونکو دوه ترهګرو کې یې يو وژلی او بل ترې تښتېدلی وو.‏

او د ‏‎2022‎م کال په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې [کنفوشيس انسټيټيوټ] په چينايي استازانو ځانمرګی بريد ‏شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور ورکې وژل شوي وو.‏

د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.‏

د 2022م کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم شهباز شریف چې اوس بيا وزيراعظم دی، د چين سفر یې کړی او د چين د بهرنيو ‏چارو وزارت ویلي وو،" صدر شي ژين پينګ د پاکستان وزیراعظم ته په پاکستان کې د چينايي چارواکو په امنيت لويه اندېښنه او تمه څرګنده کړې چې ‏چينايي ادارو او کار کوونکو ته به په مرستندويه پروژو کې امنیت يقيني کړي".‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG