د افغانستان له شمال وروسته په لوېدیځ ولایت غور کې پرون له ګڼ باران وروسته زورو سېلابونه راغلي چې د طالبانو د چارواکو په وینا لږ تر لږه 50 تنه پکې مړه شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت د شنبې- خالي په ورځ ویلي، د جمعې د ورځې تازه سېلابونو د غور ولایت د مرکز فیروزکوه په ګډون دولتیار، تولک، دولینه، مرغاب، لعل او سرجنګل ولسوالیو کې ډېر زیات مالي زیانونه اړولي دي.
وزارت پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، تر اوسه د 50 تنو د مړه کېدو خبر لري او په لسګونو کسان ورک دي، وایي د سېلابونو له کبله د پېښ شوي ځاني او مالي زیان په اړه دا شمېرې وروستۍ نه دي کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زیات شي:
"دوه زره کورونه په بشپړ ډول او څلور زره نور په برسېرن ډول زیانمن شوي دي، دوه نیم زره دوکانونه، سلګونه ایکړه کرنیزه مځکه او زرګونه ونې اوبو وړې، سلګونه لوی واړه پلونه تباه شوي، زرګونه څاروي مړه شوي او د ولایت ټولې لویې لارې هم بندې شوې دي".
د غور د ګورنر یا والي ویاند عبدالواحد حماس وایي، سېلابونو د مرکز فیروز کوه په ګډون په نورو ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د هغه په وينا تر خاورو لاندې د مړو شویو خلکو د را ايستلو هڅې روانې دي.
د غور د مرکزي ښار فیروزکوه یو اوسېدونکي ظاهر زاهد اې ایف پي ته په ټیلیفون ویلي، کله یې چې د سېلاب د خبرداري لپاره ناڅاپه هوایي ډزې او د جومات له لوډسپیکره اعلانونه واورېدل، دی او کورنۍ یې په منډه یو هسک ځای ته وختل:
"کله چې موږ له کورونو په منډه ووتلو په پینځه منټه کې دننه زورور او بوږنوونکی سېلاب راغلی او هر څه یې یووړل. ما په خپلو سترګو ولیدل چې سېلاب زموږ کور تباه کړ".
ویل کیږي د افغانستان په جوزجان او د بدخشان په ځینو برخو کې هم تازه سېلابونو خلک زیانمن کړي دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې کره شمېر نه دی معلوم.
په بدخشان کې د آفتونو په وخت د طالبانو د انتظام ادارې مشر مولوي محمد اکرم اکبري ازادي رېډیو ته ویلي، زیات زیان په تیشکان ولسوالۍ کې خلکو ته اوښتی دی. وایي 400 کورونه بشپړ یا برسېرن زیانمن شوي او 11 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي حکومت یې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده چې ژر تر ژره په غور ولایت کې زیانمنو سیمو ته د ژغورنې ټیمونه او مرستې ورسوي او له خلکو سره همدردي وکړي:
"[حکومت] له اهل خیر هیوادوالو څخه هم غواړي چې په دغو پېښو کې له قرباني شوو کورنیو سره خپله مرسته درېغ نه کړي او د اسلامي امارت له ارګانونو سره په هماهنګۍ له خلکو سره کومک وکړي".
دا په یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې سېلابونه د دې جګړې او غربت ځپلي هېواد خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړوي. د تېرې جمعې په ورځ په شمالي ولایت بغلان کې هم زورورو سېلابونو تر 300 زیات خلک مړه کړي او زرګونه کورونه یې تباه کړي وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قطر، متحده عرب امارات، کویj، سعودي عرب، ایران، هند، روس، ازبکستان، چین، اذربایجان، جاپان، مصر، جنوبي افریقا، امریکې او ځینو نورو هېوادونو او ادارو د خواخوږۍ مننه کړې ده.
په دوی کې اکثرو هېوادونو او ادارو د تېرې اوونۍ د سېلاب ځپلو لپاره افغانستان ته بشري مرستې لېږلې دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum