لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې سیلاب ځپلي افغان کډوال وایي دوئ دمرستو نه محروم پاتې شوي


شیره زیاتوي "ما درې ورځې ډوډۍ نه ده خوړلي، خو کور کې مې بله ښځه ناروغه ده هغه وايي وچه ډوډۍ راته پيدا کړه چې اوبو سره یې وخورم ، قسم په خدایې که وچه ډوډۍ هم پيدا شوي وي بيا هم مونږ صبر کړی دی خو د وړو، وړو ماشومانو فکر کوم چې د دوي به څه کيږي؟
شیره زیاتوي "ما درې ورځې ډوډۍ نه ده خوړلي، خو کور کې مې بله ښځه ناروغه ده هغه وايي وچه ډوډۍ راته پيدا کړه چې اوبو سره یې وخورم ، قسم په خدایې که وچه ډوډۍ هم پيدا شوي وي بيا هم مونږ صبر کړی دی خو د وړو، وړو ماشومانو فکر کوم چې د دوي به څه کيږي؟

خيبرپښتونخوا کې راغلي سيلاب د ځایي خلکو ترڅنګ افغان کډوال هم ډېر زيانمن کړي او درانه مالي زيانونه يې ور اړولي دي خو دغه کډوال وایي چې دوئ سره مرستې نه کیږي اؤ حتی ډوډۍ خوړلو ته حریان شوي دي.

د نوښار خويشګي سيمه کې د افغان کډوالو قابو دوه نيم سوه کورونه سيلاب په مکمله توګه ړنګ کړي اؤ دغه سیلاب ځپلي افغان کډوال وایي چې دوه ورځې یې د شين اسمان لاندې نهرې نهورې تیرې کړې دي.

ميرمن بشيره د خويشګي افغان کيمپ کډواله ده، د سړو جامي په تن خپل د ختو ګټو هغه ویجاړ کور ته ګوري چې سيلاب وړي دی،وايي "دا وخت مونږ ډېر د بي وسۍ په حالت کې يو، نه د څښلو صفا اوبه لرو او نه راسره چا کومې طبي مرستي کړي ، مونږ هر څه ته اړتيا لرو ځکه چې زمونږ هر څه په سيلاب کې لاهو شوي دي"

دهغې په وینا "په مونږ داسې وخت راغلی لکه مارغانو چې په ځالو کې بچي کېښنولي وي او بچو يې د لوږي نه خولې وازي نيولي وي او فکر کوي چې کله به مرغۍ راځي او مونږ ته به د خوراک دانه په خله کې راکوي"

بشیره وایي د الله نه پرته یې بله هيڅ واسطه نشته اؤ زیاتوي "ما درې ورځې ډوډۍ نه ده خوړلي، خو کور کې مې بله ښځه ناروغه ده هغه وايي وچه ډوډۍ راته پيدا کړه چې اوبو سره یې وخورم ، قسم په خدایې که وچه ډوډۍ هم پيدا شوي وي بيا هم مونږ صبر کړی دی خو د وړو، وړو ماشومانو فکر کوم چې د دوي به څه کيږي؟"

د نوښار مرکزي بازار نه نزدي دپنځلسو کلوميټره په واټن د خويشګو افغان کيمپ کې پنځلس سوه افغان کډوال ميشت دي او دې کلي کې يو کور هم روغ نه دي پاتي شوی۔

ددغه کیمپ شفيق الله نومي ځوان هم ډير فکر مند دي اؤ وایي دوي ډېر بي وسه دي او ورسره تر اوسه هغه رقم مرستي نه دي شوي څه ډول چې د نورو سيلاب ځپلو سره کيږي۔

‘‘د پيازو قدر شته خو د افغان سړي قدر نشته ،دلته کورونه تباه شو، زمونږ نقصانات وشول،څومره سامان چې زمونږ و هغه غرق او تباه شو صرف په يوه جوړه جامو کې مونږ راوتلي يو بره مو دغلته خيمي لګولي دي‘‘

د نوښار ضلعې ډپټي کمشنر مير رضا وایي دوي هڅې کوي چې هر سيلاب ځپلي ته ځان ورسوي او چې څه ډول د مقامي خلکو سره مرستي رواني دي دغه شان به د افغان کډوالو سره هم کولی شي۔

د خويشګو د افغان کډوالو دا وړوکی کيمپ ډېر په لري پرته سيمه کي پروت دی او د سيلاب راتلو وروسته دوه ورځو پوري هيچا دوي سره مرستي نه وي کړې، خو دملګرو ملتونو دکډوالو د اداري يو اين ايچ سر ار وياند قيصر اپریدی وایي کله چې دوي خبر شول نو دوه ورځې ورسته دغه کډوالو ته يې د خيمو پشمول د ضرورت سامانونه رسولي دي۔

ډیوه سره خبرو کې د یو این ایچ سي ار ویاند وویل ‘‘په دويمه ورځ چې کله مونږ ته پته ولګيده چې سيلاب دغه کورونه متاثره کړي دي نو زمونږ د پيښور نه همکاران راغلل دلته کې، او چې قسمه امداد ؤ هغه یې وکړو دوي سره‘‘

د يو اين ايچ سي ار چارواکي وایي د پاکستان هغه سېمې کومې چې د سيلاب له امله اغيزمنې شوي دي هلته نزدي څلور لکو پوري افغان کډوالو ته په څه نه څه شکل کې نقصان رسيدلی دی۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG