لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واورو او يخ موسم دبلوچستان دسېلاب ځپلو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي


دموسمياتو دمحکمې رپورټ دی چې د بلوچستان په پښتني سيمو زيارت، سنجاوې، خانوزی، مسلم باغ، کاڼ ميترزی، قلعه عبدالله او نورو غرییزو سيمو تر اوسه شاوخوا نيم فټ واورشوې ده اؤ په لورالاي، ژوب، بارکان او نورو سيمو کې باران شوی دی
دموسمياتو دمحکمې رپورټ دی چې د بلوچستان په پښتني سيمو زيارت، سنجاوې، خانوزی، مسلم باغ، کاڼ ميترزی، قلعه عبدالله او نورو غرییزو سيمو تر اوسه شاوخوا نيم فټ واورشوې ده اؤ په لورالاي، ژوب، بارکان او نورو سيمو کې باران شوی دی

د کوټي په ګډون د بلوچستان په زياتره پښتون میشته سيمو کې د سه شنبې له ماښامه دباران او واورې د ورښت لړی پېل شوې ده چې له امله یې د ليري پرتو سيمو لارې بندې شوی او يخ موسم د خلکو مشکلات لا زيات کړي دي-

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو له ټولو ضلعۍ انتظامیو غوښتي چې د لويو او وړو لارو د خلاصو ساتلو او په خراب موسم کې د خلکو د مرستې لپاره دې چمتو و اوسي۔

د قلعه عبدالله ضلعې د دوبندي تحصيل اوسېدونکي نعمت الله وي او ای ډيوه ته وويل،د زياتو واورو له کبله و کورته نزدې په نيمه لار کې بند دی.

هغه وایي د سيمې دخلکو کورونه د تېر کال د پشکال بارانونو نړولي او اغېزمن کړي ځکه اوس دلته خلک د کورونو چتونه نه لري، ديوالونه نه لري او له سخت يخ موسم سره مخ دي.

دهغه په خبره " کورونه نړېدلي، د کورونو چتونه مو په پلاسټيک پټ کړي، هغه حال په لفظونو کې نه شم بيانولی، زيات په تکليف يو، زيات يخ دی، اوس هم نيم فټ واوره شوې ده، لارې بندې دي، زه کورته روان يم خو دلته بند شوی يم په لاره کې، لا هم واوره اوري، حکومت دې زموږ لارې خلاصې کړي"

هم د توبې د يو بل تن سپېن ږيري محمد رضا يوه تازه ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې د واورو، يخ، لارې د بندېدو او له زياتې ګرانۍ سر ټکوي او د پاکستان له وزير اعظم ميا شهباز شريف څخه دمرستې غوښتنه کوي،

هغه وایي " په سېلابونو او بارانونو کې زموږ باغونه او کورونه اوبو يوړل، اوس واورې دي، يخ دی، لارې بندې دي، موږ اوړه له کومه راوړو، د يوې ګونۍ اوړو قيمت شپاړس زره روپۍ ته ختلی، وزير اعظم دې زموږ غم وکړي"

د قعله عبدالله ضلعې مرستيال کميشنر منير خان کاکړ ډيوه ته وويل چې دغريزو سيمو د کليو لارې له لږ باران او واورې سره هم بندېږي، په خبره يې تېر کال یې د سېلاب ځپلو سره پر وخت مرستې کړې وې۔

کاکړ وويل حکومت د بيړني حالت د مخ نيوي لپاره چمتو دی،

"اوس خو لا حالات دومره خرابۍ ته نه دي تللي، خو موږ پوره مشنيري تياره ساتلې ده، د ليري پرتو او د غرونو لارې خو له لږ باران سره هم بندېږي او دا خلک تر باران، سېلاب له اوله هم له سختو کړاونو سره مخ دي، موږ يې په سېلاب کې هم مرسته کرې او بيا هم تيار يو"

دموسمياتو دمحکمې رپورټ دی چې د بلوچستان په پښتني سيمو زيارت، سنجاوې، خانوزی، مسلم باغ، کاڼ ميترزی، قلعه عبدالله او نورو غرییزو سيمو تر اوسه شاوخوا نيم فټ واورشوې ده اؤ په لورالاي، ژوب، بارکان او نورو سيمو کې باران شوی دی۔

په ضلعه چاغي، نوشکي دالبندين، پښين او ځينې نورو سيمو کې د باران او په ضلعه زيارت، پښين، قلعه عبدالله، قلعه سيف الله، پر غرییزو سيمو د واورې د اورېدو سرہ د يخ د زیاتېدو راپورونه مخې ته راغلي دي.

د افتونو پر وخت دمرسته کوونکې ايالتي ادارې پي ډي ايم ای رپورټ دی چې د کوټې ژوب پر لويه لاره ګوال سيمه کې په ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ پينځه کسان مړه شوي دي-

په مړو کې درې ښځې او دوه نارينه دي، پوليس وايي اغېزمنه کورنۍ د پوليسو د ډي ايس پي مختيار حسين ده او هغه په خپله هم په پېښه کې مړ دی-

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو له ټولو ضلعو غوښتي چې د لويو او وړو لارو د خلاصو ساتلو او په خراب موسم کې د خلکو د مرستې لپاره دې چمتو اوسي۔

د پي ډي ايم ای رپورټ دی چې په بلوچستان کې د کال 2022 م په جون، جولايي او اګست مياشت کې د پشکال يا د وسې بارانونو او سېلابونو له کبله د ايالت 34 ضلعې اغېزمنې شوي دي-

رپورټ وايي په ټول ايالت کې تر شپيتوؤ زرو زيات کورونه په نيمايي او په پشپړه توګه نړېدلي دي چې دچارواکو په وینا بيا رغونه يې پينځه سوه اربه روپۍ غواړي-

پاکستان د سېلاب ځپلو او بيا رغونې لپاره له نړۍ څخه د مالي مرستو د غوښتنې غونډه د اقوام متحده په مرسته د دوشنبې په ورځ په جېنوا کې کړې ده، چې پکې تر څلويښتو زياته ملکونو برخه درلوده.

د پاکستان وزير اعظم ميا محمد شهباز شريف ويلي په ياده غونډه کې د9.7 ډالرو مرستو ژمنې ورسره شوې چې هم دغو پیسو به بيا د سېلاب ځپلو دبحالۍ کارونه کولی شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG