لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: زراعت ته د سېلابونو د نقصان له امله به پاکستان د بهر نه خوراکي توکي راغواړي


اقتصاد پوهان وايي، سېلابونو زرعي ځمکو ته په لويه کچه تاوان اړولی زرعي ځمکې لا د فصلونو جوګه نه دي چې  اغېزې به يې په راتلونکي پېداوار وي
اقتصاد پوهان وايي، سېلابونو زرعي ځمکو ته په لويه کچه تاوان اړولی زرعي ځمکې لا د فصلونو جوګه نه دي چې  اغېزې به يې په راتلونکي پېداوار وي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د خوراک په نړيواله ورځ د ټولنیزو رسنيو د لارې ويلي، سېلابونو په پاکستان کې په لکونو اېکړه ځمکو ولاړ فصلونه تباه کړي او پاکستان چې زرعي ملک دی ضرورت لري چې د بهر هېوادونو څخه به خوراکي توکي راوغواړي.

شهباز شريف ويلي، موسمياتي بدلون به په ولسي ژوند منفي اغېزې وکړي چې پکې په نړيواله کچه په غربت او لوږه کې اضافه کېدل په سر کې دي.

اقتصاد پوهان وايي، سېلابونو زرعي ځمکو ته په لويه کچه تاوان اړولی زرعي ځمکې لا د فصلونو جوګه نه دي چې اغېزې به يې په راتلونکي پېداوار وي.

اقتصاد پوهه پروفېسر ذلاکت خان وايي،

"دې سره به پاکستان د خوراک د کمي سره مخ شي، د پاکستان درېمه برخه په سېلابونو کې ډوبه ده، د بدقسمتۍ نه سېلابونه هلته راغلي چرته چې زرخېزه زرعي ځمکې دي او زياتره په په جنوبي پنجاب او سيند صوبه کې د پومبې، ګنو، غنمو او وريژو نه علاوه سبزيانې اغېزمنې شوي دي، او د دې ځمکو بيا فصلونو ته په تيارېدو کې به وخت لګي او په بلوچستان صوبه کې زياتره د مېوو باغونو ته تاوان اوښتی دی".

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د مرکزي زرعي کمېټۍ له قوله ويلي، په روان مالي کال 2022 او 23 کې د غنمو پېداواري هدف په 93 لکه هېکټره ځمکه باندې 28.8 ملينه ټنه ټاکل شوی خو په سيند او پنجاب صوبو کې د سېلابونو له امله به دغه هدف پوره نه شي.

د ورځپاڼې د خبر ترمخه په کال 2021 او 22 کې هم د غنمو د فصل ځمکه 89 لکه هېکټره ته راکمه شوې چې له امله يې د غنمو پېداوار 2.1فيصده ته راکم شوی وو.

اقتصاد پوهه طاهر امين وي او اې ډيوه ته وويل، په ملک کې چې راغلو سېلابونو کوم تاوان اړولی دا نه يواځې زرعي پېداوار اغېرمنولی شي بلکې اثرات به يې په اقتصادي پرمختيا هم وي.

"په پاکستان کې تېر کال د مجموعي امدن [جي ډي پي] کې د زراعتو برخه 4 فيصده وه او مجموعي پرمختيا 6 فيصده ته رسېدلې وه او دا ځل نړیوال بېنک روان کال دا شرح منفي يو فيصده اټکل کړې ده، تیار فصلونه او څاروي متاثره شوي او راتلونکی پېداوار به به اغېزمن شي ځکه چې تخمونه خراب شوي دي".

پاکستان کې په روان مالي کال کې د سېلابونو راتلو وروسته د خوراکي توکيو بیعې سېوا شوي، سبزيانې پياز، ټماټر د ايران او افغانستان نه راغوښتل کيږي.

د خوراکي توکيو د ځايي د سوداګرو په وېنا دا وخت په منډۍ کې د جوار يو من په درې زره روپۍ، او غنم په درې نيم زره روپۍ من خرڅيږي، [يو من 40 کلوګرامه وي].

د دې تر څنګ په ملکي کچه د اوبو د کمي، د فصلونو د سرو د ګرانو بیعو او د موسمیاتی بدلون له امله هم په پېداوار اثرات پریوځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG