د دویم سېمي فائنل گټونکې ټیم به په 11م جولائی کېدونکې فائنل کې د هالېنډ ټیم پرضد مېدان ته وردانگي.
پرون د کېپ ټاون په گرین پوائنټ سټیډیم کې شوي لومړې سېمي فائنل کې د هالینډ ټیم د یوروگوئی ټیم ته درې دوه سره ماتې ورکړې وه.
د هالېنډ ټیم د 32و کالو وروسته د فټ بال ورلډکپ قائنل ته رسېدلې دی. په نني سېمي فائنل کې به پخوانې نړیوال چېمپین جرمنی د موجوده اروپائي چېمپین سپېن ټیم سره لوبه کوي.
په کوارټر فائنل کې د جرمني ټیم د ارجنټائن ټیم ته څلورو گولونو سره ماتې ورکړی وه.
د سپېن ټیم د پېراگوئی ټیم ته په کوارټر فائنل کې یو گول سره ماتې ورکړې وه او فائنل کې یې ځان لپاره ځاې جوړکړی دی. جرمنی مخکې هم درې واره ورلډکپ گټلې دی.
د سپېن ټیم په نړیوال فټ بال تاریخ کې په لومړۍ ځل د سېمي فائنل پړاو ته رسیدو کې بریالې شوی دی.
فټبال ورلډکپ دویم سېمي فائنل کې به جرمنی د سپېن سره ډغره وهي
![فټبال ورلډکپ دویم سېمي فائنل کې به جرمنی د سپېن سره ډغره وهي](https://gdb.voanews.com/06421c4c-2c06-4a75-b85d-58ca770329a7_w250_r1_s.jpg)
جنوبي افریقا کې روان د فټ بال ورلډکپ دویم سېمي فائنل به د جرمنی او سپېن ټیمونو ترمنځ کېږي.
1