لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پرله پسې په دویمه ورځ د ونډو بازار په ریکارډ کچه په بره تللی دی


په پاکستان کې له وفاقي بجټ وړاندې کېدو نه وروسته نن پرله پسې په دویمه ورځ هم د ونډو بازار په ریکارډ کچه په بره تللی دی. د ونډو په بازار کې نن د جمعې په ورځ انډیکس د ۷۷ زره پوانټونو له نوي برید ور اوښتی دی.

د چارشنبې- شورو په ورځ د پاکستان وفاقي بجټ پارلیمان ته وړاندې کړل شوی ؤ چې د هغې په سبا (د زیارت په ورځ ) د ونډو بازار په ریکاډ کچه په بره تللی ؤ اؤ د کاروباري فعالیت په مهال په یوه ورځ کې له څلورو نفسیاتي کچو له اوښتو نوی ریکارډ جوړ شوی ؤ.

پاکستاني مطبوعات وایي چې نن د جمعې په ورځ هم د ونډو بازار کې د کاروبار په پیل کې چټکتیا لیدل شوې اؤ په ابتدایي توګه د ۱۸۶ پواینټونو د تېزۍ سره کاروبار پیل شو اؤ ۱۰۰ انډیکس د ۷۶ زره اؤ ۱۰۷۳ پواینټونو کچې ته ورسېدو.

تر دې وروسته کاروبار کې نوره چټکتیا هم راغله اؤ انډیکس د ۱۰۷۳ پوانټونو نه په تېزۍ سره د ملک په تاریخ کې په وړومبي ځل د ۷۷ زره پوانټونو له کچې هم واوښتو.

د ونډو په بازار کې په ریکارډ کچه د چټکتیا په نتیجه کې د کی ایس اي ۱۰۰ انډیکس د ۷۷۲۸۱ پوانټونو نوې کچې ته رسېدلی دی.

د ونډو د بازار پوهان وايي د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرحه کې د کمي وروسته د ونډو په بازار ټېکسونه نه دي لګول شوي.‏

د ونډو بازار کارپوه شهريار بټ وايي، "د بجټ نه وړاندې د پاکستان ونډو بازار کې اوازې وې او ويل کېدل چې په سټاک مارکيټ باندې به هم ټيکس لګول ‏کېږي ځکه چې حکومت د ټېکسونو زيات ‏هدف اېښودو ويلي وو خو د بجټ راتلو وروسته هغه اندېښنې ختمې شوې او چې کومه د 3500 پواينټونو کمي چې ‏راغلې وه نن بازار هغه کمي بیا پوره کړه".‏

د ونډ وبازار کې د پانګه والو په خبره، دا وخت د مختلفو کاروباري سېکټرونو خلکو سره د ونډو بازار يواځينۍ لاره ‏پاتې شوې چرته چې خلک خپلې ‏پانګې محفوظې ګڼي ځکه چې حکومت په بجټ کې بل يو کوم داسې سيکټر نه ‏دې پريښودی چې د ټيکسونه غټ بوج پرې نه وي اچول شوی.‏

پانګه وال عبدالروف وايي، "د ونډو بازار دپاره بجټ ښه او مضوبط وو خو ډيرو نورو کاروبارونو دپاره منفي ثابت شوی، نو چې څومره داسې کاروبارنو ‏کې پانګې شوې دي هغه به اوس د ونډو بازار ته راځي، ښکاري چې راتلونکي څه وخت پورې به اوس دغه مارکيټ 75000 نه تر 85000 پواينټونو تر منځ ‏کاروبار کوي"

اقتصاد پوهانو وايي که هر څو بجټ د ونډو په بازار زیات اثر نه دی غورځولی خو په بجټ کې چې کوم ‏ټېکسونه لګول شوي، د هغې سره به ګراني نه کميږي ‏بلکې نوره به سېوا کيږي، په عامو خلکو به یې زياتې ‏اغېزې وي، کوم رعايتونه چې ورکړل شوي وو هغه ټول ختم کړل شوي دي.‏ ‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG