لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اعزاز چوهدري:ملابرادر افغانستان کې دسولې دپاره خوشې کړل شوى

د بهرنو چارو ددفتر وياند وويل ډرون حملې د بنيادي بشري حقونو څخه سر غړونه ده ځکه چې بيګناه خلک پکې وژل کيږي
د بهرنو چارو ددفتر وياند وويل ډرون حملې د بنيادي بشري حقونو څخه سر غړونه ده ځکه چې بيګناه خلک پکې وژل کيږي
پيښور-دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمدچوهدري دزيارت په ورځ وئيلي پاکستان افغانستان کې د جوړجاړي دپاره په اخلاص سره گامونه اخلي اؤ پخوانى طالب مشرملاعبدالغني برادر هم دافغان حکومت په غوښتنه ددغه جذبې په اساس خوشې کړل شوى دى.
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال اعزاز احمدچوهدري دافغان طالبانو ددې ادعا په اړه چې برادر خوشې کړل شوى نۀ دى اوس هم دپاکستان دننه بندي دى چوهدري وويل هغه دامن عمل دنور مضبوطولو په خاطر خوشې کړل شوى اؤ دخپلې مرضۍ مطابق تگ راتگ کولى شي.
دافغانستان صدر حامد کرزي د شورو په ورځ پخپل يو بيان کې واضحه کړې وه چې دافغانستان دامنيتي شورا غړي به ملابرادرسره د ليدنې دپاره ډير زر دپاکستان سفر کوي خو په عين حال کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالتي محکمې هم پوښتنه راولاړه کړې ده چې ملا برادر د کوم قانون په اساس خوشې کړل شوى دى.
دپاکستان د بهرنو چارو ددفتر وياند د بريفنگ په مهال شمالي وزيرستان کې تيره شپه دترسره شوې ډرون حملې هم غندنه وکړه اؤ وئ وئيل چې دغه حملې دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده.
هغه وويل ډرون حملې دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه منفي اغيزه کوي اؤ زياته يې کړه چې دغه رقم بريدونه سيمه کې دامن اؤ ثبات دعمل لپاره هم خنډان راپورته کوي.
دخارجه دفتر وياند وويل ډرون حملې دپاکستان اؤ امريکې ترمينځ اړيکو کې تاؤتريخوالى هم راپورته کوي.
هغه وويل په دغو حملو کې بې گناه اولسي وگړي هم وژل کيږي.
هغه دا هم وويل چې ډرون حملې دپاکستان دجغرافيائي سرحدونو دخلاف ورزۍ ترڅنگ دبنيادي بشري حقونو څخه هم سرغړونه ده.
دشورو په ورځ دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې ترسره شوې د ډرون يوه حمله کې درې شکمن جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي وؤ.
This item is part of
XS
SM
MD
LG