د پاکستان په مرکزي حکومت کې شامله ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ په ملک کې د نهمې مې د پېښو غندنه کړې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا شوي او د ګوند مشر او د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري ویلي، ګوند یې په دې باور لري چې په يادو پېښو کې د ککړو کسانو پرضد دې د ايین او قانون لاندې مقدمې وچلول شي.
بلاول بټو زرداري ویلي، په تشدد سره د رياست عملداري چېلنج کول د قبلولو وړ نه دي.
په نهمه مې د پاکستان تحریک انصاف ګوندد مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه کړي او په پوځي مرکز جي اېچ کيو او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وو.
د يادو مظاهرو په مهال سرکاري ودانيو او ګاډو ته اورونه اچول شوي او د تشدد په پېښو کې مرګ ژوبلې هم شوې وې.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ویلي، په نهمه مې چې په ریاست، او ریاستي ادارو او حساسه ودانيو کومې حملې شوي دا د عمران خان د يو کال د ويناګانو نتيجه وه.
وروسته د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د نهمې مې پېښو ته ناوړه ويل شوي او زياته کړی شوې چې کمېټۍ په دغو پېښو کې منصوبه بندي کوونکو او خلکو راپاروونکو پرضد د پوځي قانون لاندې د مقدمو چلولو تاييد کړی دی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي وو، په نهمه مې یې د ايين او قانون لاندې پرامنه احتجاج کړی وو.
د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان پرون ویلي، که د نهمې مې په پېښو کې یې د ګوند خلک ککړ وي نو د هغو په نيولو کې به یې ګوند مرسته کوي دوی ته دې په دغه اړوند شواهد ورکړی شي.
نوموړي ویلي، حکومت ورسره بد نيتي کوي او د هغه د ګوند ختمولو هڅې روانې دي.
پرون د پاکستان پيپلز ګوند د مشر بلاول بټو زرداري او مخکني صدر اصف علي زرداري په مشرۍ د ګوند د مرکزي اېګزېکيټو کميټۍ غونډه شوې، د نهمې مې د پېښو غندنه پکې شوې او دغې ورځې ته تور ورځ ويل شوي دي.
د غونډې وروسته د ګوند مرستیالې مشرې او د چاپېريال وزيرې شېري رحمان ويلي، پاکستان کې د نهمې په څېر پېښې وړاندې کله نه دي شوي.
هغې ویلي، ګوند یې په سختو حالاتو کې هم دغه ډول ګامونه نه دي پورته کړي.
شېري رحمان په پاکستان تحریک انصاف ګوند نيوکې کړي او ويلي يې دي چې ياد ګوند تل ويلي چې که دغه ګوند وي پاکستان دی، خو پاکستان پيپلز ګوند په دې سوچ ده چې پاکستان دی نو دوی دي.
د يوې پوښتنې په ځواب کې رحمان ويلي، چا چې د اړي ګړي حکم ورکړی وو هغوی د قانون ترمخه نيول کيږي، دغه حکم پاکستان تحریک انصاف والو ورکړی خو اوس یې نه مني او دوی تل د خپلې خبرې څخه په شا شوي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا د پيپلز ګوند بيان ته کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.