د افغانستان د پخواني حکومت یو اعلا پوځي چارواکي د امریکې د کانګرس یوې ډلې ته ویلي چې د طالبانو د واکمنېدو په نتیجه کې یې هېواد بیا د وسله والو پناه ځای جوړ شوی او دا مهال د القاعده تر ۱۶۰۰۰ پورې وسله وال په افغانستان کې تربیه کېږي.
پخواني جنرال سمېع سادات د نهې/سه شنبې، په ورځ د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو کمېټۍ ته وویل، "نن زمونږ په ملک کې د القاعده څه ۱۶۰۰ ترهګر تربیه کېږي."
هغه وویل د القاعده مشران په ازادۍ د افغانستان او ایران ترمنځ حرکت کوي.
د کانګرس د کمېټۍ په اورونه کې د سادات د وېنا ځېنې برخې د افغانستان متحده جبهې نومې د طالبانو مخالفې ډلې په اېکس، پخواني ټوېټر، شریکې کړې دي.
د سادات خبرو ته د طالبانو دریځ له مخې ته نه دی راغلی خو طالب چارواکي په افغانستان کې د غېر ملکي وسله والو د موجودۍ خبره ردوي، وايي امریکې سره د سولې د معاهدې په دې ماده عمل کوي چې د افغانستان خاوره به د بل ملک خلاف ترهګرۍ دپاره استعمالېدو ته نه ورکوي.
په اېکس شریک کړی شوې یو وډیو کې سادات کې وايي د القاعده نه علاوه د پاکستاني طالبانو ډله تحریک طالبان پاکستان، اسلامېک مومنټ اف ازبکستان، د تاجکستان د انصار الله په شان ډلې په افغانستان کې موجودې دي.
سادات وویل د کندهار د هوايي اډې سره نږدې د امریکې پخوانی پوځي هوايي مرکز د غیر ملکي وسله والو نه "ډک دی" او د هغه په قول د ځانمرګي حملو تربیه ترلاسه کوي.
هغه وویل طالبانو څه ۲۰۰۰ "جهادي مدرسې" پرانستې دي چې د ۱۲ نه تر د ۱۵ کلونو پورې ۸۰۰۰۰۰ ماشومان په کې په دې مقصد موجود دي چې د "نړیوال جهاد" دپاره تربیه وکړي.
سادات وویل د افغانستان د درې رنګه بېرغ دلاندې یې د طالبانو خلاف سیاسي تحریک شروع کړی چې ټول شموله دی او ښځو ته مساوي حقونه ورکوي.
په تېرو دوو کلونو کې، جنرال سادات دا خبره تېکرار کړې چې افغانستان ته به ځي او د طالبانو خلاف به جګړه پیلوي.
سادات د پخواني حکومت په اخېرۍ ورځ د کابل د امنیت ذمه وار و.
Forum