لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: اسلامي نړۍ دې د طالبانو سره استدلال وکړي


اشرف غني دغه خبره د لوی اختر په مناسبت په فېس بک پاڼه په غږيز پېغام کې کړې ده. نوموړي د جينکو د تعليم خبره کړې او ويلي يې دي، علم او پوهه د اسلامي علومو او ستر تمدن اساس دی، نړيوالو تجربو ښودلې چې د جينۍ تعليم پينځه نسلونه بدلولی شي
اشرف غني دغه خبره د لوی اختر په مناسبت په فېس بک پاڼه په غږيز پېغام کې کړې ده. نوموړي د جينکو د تعليم خبره کړې او ويلي يې دي، علم او پوهه د اسلامي علومو او ستر تمدن اساس دی، نړيوالو تجربو ښودلې چې د جينۍ تعليم پينځه نسلونه بدلولی شي

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي، "د اسلامي نړۍ د علماو نه غوښتنه کوم چې د طالبانو سره استدلال وکړي، اسلامي نړۍ يو مثبت مسير لور ته روانه ده او ضرور ده چې دا مثبت بهير او مسير به د طالبانو سره شريک شي، او دوی اساسي اصولو، قواعدو او ټکو ته متوجه شي".

اشرف غني دغه خبره د لوی اختر په مناسبت په فېس بک پاڼه په غږيز پېغام کې کړې ده.

نوموړي د جينکو د تعليم خبره کړې او ويلي يې دي، علم او پوهه د اسلامي علومو او ستر تمدن اساس دی، نړيوالو تجربو ښودلې چې د جينۍ تعليم پينځه نسلونه بدلولی شي.

اشرف غني د جينکو د تعليم خبره په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې تېر کال د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د شپږم ټولګي نه بره جينکو دپاره تعلیمي ادارې تړلي دي.

نوموړي ویلي، "اړتيا ده چې جبر بند شي، جبر په افغانستان کې د ثبات لامل نه شي ګرځېدی"، هغه زیاته کړه، "نتيجې ته د رسېدو يواځينۍ لاره منطق، استدلال او د يو بل منل او اورېدل دي".

اشرف غني ويلي " نن د افغانستان خلک په لوږې او نېستۍ کې اوسيږي" او د کوم هيواد د نوم اخستو پرته ویلي، "د افغانستان اساسي شتمنۍ د هغو پېسو په بدل کې صادريږي چې هره ورځ خپل تجارتی ارزښت د لاسه ورکوي".

اشرف غني دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، پاکستان د افغانستان نه د بجلۍ پېدا کولو دپاره په ارزانه بيعه سکاره/ کويله راغواړي او دغه سکاره چې د اعلا معيار دي د نورو هېوادونو په مقابله کې ورته په نيم قيمت مېلاويږي.

د اشرف غني په خبره "د افغانانو مشکلات ډېر زیات دي، بې له سالم او هر اړخيز فکر او داسې حکومت څخه چې د خلکو په خدمت کې وي نه شي حل کېدی، او د دې مشکلات د حل لپاره لومړی ټکی او اقدام دا دی، چې ستونزه بايد تعريف شي، هدف بايد د عام ولس ښېګړه وي نه چې د يو څو خاصو کسانو يا څهرو نظام".

اشرف غني زياته کړې، "ملي وحدت زمونږ لويه پانګه ده، ملي وحدت بايد په عمل کې راشي".

تير کال په 15 اګست چې طالبان کابل ته ورسېده، اشرف غني د کابل نه ووتلو، طالبان کابل او افغانستان په واک کې واخسته او اشرف غني بیا په متحده عرب اماراتو کې ښکاره شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG