لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانی امریکايي جنرل: صدر بایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه "بدترینه" لاره غوره کړې وه


د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ یا سېنګام پخواني جنرل فرېنک مېکېنزي دا خبره د ګل، دوشنبې، په ورځ د وایس اف امریکا خبریالې کارله باب سره مرکه کې وکړه
د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ یا سېنګام پخواني جنرل فرېنک مېکېنزي دا خبره د ګل، دوشنبې، په ورځ د وایس اف امریکا خبریالې کارله باب سره مرکه کې وکړه

د امریکايي پوځ یو پخواني جنرل ویلي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنولو په اړه د فېصلې په وخت صدر جوبایډن د بدترینې لارې انتخاب وکړو.

د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ یا سېنګام پخواني جنرل فرېنک مېکېنزي دا خبره د ګل، دوشنبې، په ورځ د وایس اف امریکا خبریالې کارله باب سره مرکه کې وکړه.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا د مېکېنزي په نګرانۍ کې شوې ده.

مېکېنزي په خپل نوي کتاب مېلټېنګ پواینټ یا د وېلي کېدو نقطه په عنوان کتاب کې لیکلي چې د کال ۲۰۲۱ د فېبرورۍ په میاشت کې يې صدر بایډن ته افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنولو دپاره د څلورو لارو په اړه معلومات ورکړل.

د مېکېنزي په قول د دغو څلورو لارو څخه یوه دا وه چې په افغانستان کې دې تر ۲۵۰۰ پورې امریکايي عسکر او اته پوځي اډې وساتل شي، بله دا وه چې تر ۱۸۰۰ پورې امریکايي ځواکونه او درې پوځي اډې دې په افغانستان کې وساتل شي، دریمه لاره دا وه چې ټول امریکايي ځواکونه دې د افغانستان څخه وويستل شي خو په کابل کې امریکايي سفارتخانه دې بحال وساتل شي او څلورمه لاره ده وه چې ټول امریکايي ځواکونه را وویستل شي او سفارت دې خالي کړی شي.

مېکېنزي وویل بایډن د دریمې لارې انتخاب وکړو او کوښښ يې دا و چې امریکايي سفارت، امرکیايي شهریان او د خطر سره مخامخ افغانان دې په افغانستان کې وساتل شي.

د وي او ای سره مرکه کې مېکېنزي د بایډن د فېصلې په اړه وویل فکر کوي چې دا د په ممکنه لارو کې "بدترینه" لاره وه.

صدر بایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنولو د فېصلې په اړه خپل وضحات کې ویلي امریکې داسې نه شوو کولی چې په افغانستان کې په ځواکونو کې اضافه او په افغانستان کې د امریکایانو د موجودګۍ موده غځولو ته يې په دې امید دوام ورکولی چې دا ډول به د انخلا دپاره حالات ښه شي.

صدر بایډن وویل په افغانستان کې په پوځي کچه ښکېل نه شي پاتې کېدی خو د امریکې سفارتي او د انساني امداد کار به يې جاري وي، د افغانستان د حکومت، د افغانستان د پوځ او د امنیتي ځواکونو مرستې ته په دوام ورکوي.
په کال ۲۰۲۰ کې په دوحه کې لاس لیک شوي د امریکې او د طالبانو د امن معاهدې په اړه جنرل مېکېنزي لیکلي دا د امریکې د بدترینو مذاکراتي غلطیانو څخه یوه ده.

په دغه معاهده د پخواني صدر ډانلډټرمپ په حکومت کې د هغه وخت امریکايي استازي افغان نژاد زلمي خلیلزاد په مشرۍ کې مذاکرات شوي او هم هغه دستخط کړې ده.

مېکېنزي د وي او ای سره مرکه کې امریکې او د طالبانو د مرکې په اړه وویل په لوظنامه کې خو افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره وخت ورکړی شوي خو د طالبانو نه وو غوښتل شوي چې هغه شرایط پوره کړي چې دوی پې متفق شوي وو.

د معاهدې اعلانولو په وخت ټرمپ خبرداری کړی و چې که چېرې حالات خربېږي نو امریکايي ځواکونه به افغانستان ته بېرته په داسې قوت ستنېږي چې مخکې په هېڅ چا نه وي لیدلی.

د مېکېنزي ترمخه، صدر بایډن او ټرمپ یوه مشترکه تګلاره لرله او هغه نتایجو ته د پاملرنې بغیر افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا هدف ترلاسه کول وو.

مېکېنزي د ایران او روس د ملګرتیا په اړه د تشویش اظهار وکړو او ویې وېل دا نه ده معلومه چې روس د هغه ډرون جهازونو په بدل کې ایران ته څه ورکوي چې روسي ځواکونه يې د یوکرېن په جنګ کې استعمالوي. هغه وویل پکار ده چې یوکرېن د دې جوګه وي چې په روس کې د اېټمي سهولتونو نه علاوه هر ځای ويشتلی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG