لاس رسیدونکی لینک

 
د پخواني وزيراعظم عمران خان پخوانی پرنسپل سيکرټري اعظم خان بې درکه شوی
تازه خبر

د پخواني وزيراعظم عمران خان پخوانی پرنسپل سيکرټري اعظم خان بې درکه شوی


اعظم خان
اعظم خان

د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران پرنسپل سيکرټري او د خېبرپښتونخوا پخوانی چيف سيکرټري اعظم خان د زیارت، چهارشنبې، په ماښام د اسلام اباد څخه بې درکه شوی دی. د اسلام اباد پوليسو ويلي، د اعظم خان د بې درکۍ مقدمه د اغوا يا تښتونې د مادې 365 ت پ لاندې په کوهسار تاڼه کې درج شوې ده.

پخواني وزیراعظم عمران خان پرون ماښام په ټويټر ويلي،

"اعظم خان زما پرنسپل سيکرټري پاتې شوی د پرون ماښام څخه بې درکه دی. هر هغه تن د چا باره کې دا تاثر دی چې ماته نزدې وو هدف جوړول کيږي".

د اعظم خان خوريي محمد سعيد خان اسلام اباد پوليس ته د بې درکۍ رپورټ او مقدمې خواست کړی دی.

عمران خان د خواست کاپي ټويټ کړې ده.

په خواست کې ویل شوي، "22 ګرېډه افسر او د پخواني وزیراعظم پرنسپل سيکرټري د 15 جون په ماښام د اسلام اباد په اېف-6 علاقه کې د خپل کور څخه وتلی او بيا بيرته نه دی ستون شوی".

په خواست کې زیاته کړی شوې، "د اعظم خان خپل موبايل بند او د هغه د معلوماتو دپاره په ممکنه نورو نمبرو رابطې شوي خو څه درک یې نه دی شوی ځکه د هغه د بې درکۍ يا تښتولو مقدمه دې درج شي".

پرون ماښام د اسلام اباد پولیسو ویل وو، "د اعظم خان د بې درکۍ په حواله به قانوني کارروايي په عمل کې راوستلی شي او وروسته یې بيا په نهه نیمې بجې د اسلام اباد پوليسو ویلي مقدمه درج شوې ده".

اعظم خان د پخواني وزیراعظم عمران خان د پرنسپل سيکرټري جوړېدو نه وړاندې د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري او قبايلي سيمو مرستيال چيف سيکرټري، او په نورو مهمو څوکو پاتې شوی وو.

نوموړی د کال 2018م راهسې د عمران خان د حکومت ختمېدو پورې د هغه پرنسپل سيکرټري وو.

عمران خان چې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی او هغه تور لګولی وو د سايفر د سازش لاندې لرې کړی شوی، بيا په دغه حواله ځينې مبينه اډيوز په پاکستاني مطبوعاتو مخې ته راغلې وې د اعظم خان نوم هم په هغو خبرو کې اخستل شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG