د امریکې د پخواني صدر جیمي کارټر د جنازې مراسم به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سرښار واشنګټن ډي سي په نېشنل کتیډرل نومې کلیسا کې کېږي. د دې وروسته د کارټر جسد د هغه په پلرني ریاست جورجیا کې خاورو ته وسپارل شي.
پخواني صدران بېل کلېنټن، جورج ډبلیو بس، براک اوباما او ډانلډ ټرمپ هم په دې مراسمو کې شرکت کوي. صدر جوبایډن به غونډې ته تقریر کې کارټر ته پېرزونې وړاندې کوي.
د کارټر جسد د نهې، سه شنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ کې اېښودی شوی و چې عام ولس او د کانګرس غړي يې اخېري کتنه وکړي او احترامات ور وړاندې کړي.
د کارټر په شمول د کال ۱۸۵۲ راهسې صرف د ۵۰ امریکایانو جسدونه د کانګرس د ودانۍ د کمبت یا د کېپيټل روټنډا د لاندې د اعزاز دپاره اېښودل شوي دي.
په کانګرس کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په یوه دستوره کې په سېنېټ کې د اکثریتي پارټۍ، ريپبلېکنز، د غړو مشر جان تون د کارټر خدمات وستایل او ويې وېل هغه د سمندري پوځ پخوانی عسکر، د مونګ پلو کروندګر، د جورجیا ریاست ګورنر، بیا د امریکې صدر، د اتوار د ورځې استاذ، نوبل انعام ګټونکی، د امن او د انساني حقونو وکیل او د هر څه نه اول د خپل خالق او د انسانانو وفادار خادم و.
نایب صدرې کاملا هېرېس د کارټر د تګلارې ستاینه وکړه او ويې وېل هغه د امریکې وړمبی صدر و چې د توانای جامع تګلاره يې جوړه کړې وه او صفا توانای سره يې د ټولو نه اول د وفاقي حکومت د ملاتړ اعلان کړی و.
هېرېس وویل د کارټر په صدارت کې ماحول د تحفظ دپاره د ۱۲ نه زیات قوانین منظور کړی شوي وو او د امریکې د قومي پارکونو رقبه کې دوچنده اضافه شوي وه.
کارټر د امریکې ۳۹ صدر. هغه د ډسمبر په ۲۹ نېټه د ۱۰۰ کلونو په عمر کې په جورجیا کې وفات شو.
تېره میاشت چې بایډن د کارټر د مرګ ترلاسه کړو نو وېي وېل د هغه په شان به بل څوک بیا و نه ویني.
په واشنګټن کې د کارټر د جنازې د مراسمو وروسته به هغه د جورجیا ریاست په خپل پلرني کلي پلېنز کې ښخ کړی شي.
یادونه: د دې خبر ځېني معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum