لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د ايي اېس ايي پخوانی مشر د ټي ټي پي سره خبرو دپاره کابل ته تللی دی


د ایي ایس ایي پخوانی مشر اؤ دپېښور موجوده کور کمانډر جنرال فیض
د ایي ایس ایي پخوانی مشر اؤ دپېښور موجوده کور کمانډر جنرال فیض

د امریکا غږ خبریال ایاز ګل وایي حکومتي اؤ د وسله والو سرچینو ورته پخلی کړی چې دپاکستاني طالبانو سره خبرو اترو دپاره دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي پخوانی مشر اؤ دپېښور موجوده کور کمانډر جنرال فیض حمید کابل ته په سفر تللی دی.

دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار لا تر دې دمه کابل ته دجنرال فیض حمید دسفر په هکله کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

په کابل کې دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان ترمنځ دسولې دمذاکراتو دا رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې تیره اوونۍ دپاکستان لخوا دمسیدو یوه قامي جرګه هم دټي ټي پي مشرانو سره مذاکراتو لپاره افغانستان ته لیږل شوې وه.

خبریال ایاز ګل په ټویټر لیکلي جنرال فیض حمید دټي ټي‌ ټي استازو سره د تازه خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی چې په دغو خبرو کې د طالبانو حکومت د منځګړي په توګه رول لوبوي.

په ټولنیزو رسنیو مخې ته د راغلو دعوؤ له مخې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې په دې خبرو کې په نړیواله کچه ترهګره ګرځول شوې ډله حقاني شبکه منځکړتوب کوي څوک چې څیړونکي دپاکستان یوه لاسپوڅي ډله ګڼي.

دتحریک طالبان پاکستان د مختلفو اسلامپالو وسله والو ډلو یو ګډ تنظیم دی چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې فعالیت کوي اؤ له افغان طالبانو سره یې بیعت کړی دی.

دسرچينو ترمخه دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ايس ایي پخوانى مشر ليفټننټ جنرل فيض حميد هم په دغو خبرو اترو کې دګډون لپاره دگل په ورځ دکابل سرينا هوټل ته رسيدلى دى.

افغان خبریال اؤ څېړونکي بلال سروري پخپل یو ټویټ کې دعوه کړې ده چې پاکستاني طالبانو سره دخبرو اترو لپاره دپېښور کورکمانډر جنرال فیض حمید دیو پلاوي مشرۍ دکابل سرینا هوټل ته رسیدلی دی.

هغه په خپل یو بل ټویټ کې وایي کابل کې د روانو خبرو اترو په نتیجه کې دپاکستان حکومت دټي ټي پي هغه ۳۰بندیان له زندانونو خوشې کړي چې دمرګ په سزا یا هم په عمري بند محکوم شوي وؤ.

هغه دعوه کړې چې کابل کې په خبرو کې ښکیلو سرچینو ورته منلې ده چې خوشې شوؤ طالبانو دوئ سره په ټيلیفون خبرې کړي دي اؤ هغوئ خپلو کورونو ته هم رسیدلي دي.

پېښور کې میشت وتلي خبریال افتخار فردوس هم په ټویټر کابل کې دپاکستاني پلاوي دموجودیت خبره کړې ده اؤ لیکلي یې دي چې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې خبرو کې افغان دولت دثالث رول لوبوي.

تیرو دریوؤ ورځو نه روانې دي خو کوم واضحه پرمختګ پکې نه دی لیدل شوی ځکه نو مذاکراتو کې پرمختیا لپاره به نور وخت ته هم اړتیا وي.

هغه دسرچینو له خولې زیاتوي چې تیره شپه دخبرو دا لړۍ دسهار تر نمانځه وخته پورې دوامداره پاتې شوې ده اؤ دواړو خواؤ یو بل ته خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي خو نوموړي دسرچینو له خولې ویلي چې دخبرو نتیجه کې دمرګ په سزا محکوم هیڅ بندي نه دی خوشې کړل شوی.

په ټولنیزو رسنیو کابل ته دجنرال فیض ددې ناتایده سفر په اړه تاوده بحثونه روان دي اؤ څېړونکي زرعلي خان موسی زی وایي ولې دپېښور کور کمانډر فیض حمید دخپلو نیابتي وسله والو سره دلیدنې لپاره کابل ته تللی دی.

هغه په ټویټر لیکي عمران خان،دپښتونخوا وزیراعلا،دپېښور کورکمانډر اؤ حقانیان په کابل د واکمنۍ یا کنټرول په اړه په یوه لیکه ولاړ دي (اؤ دافغان پالیسۍ په اړه )دپاکستان پوځ خپلو کې ویشل شوی دی.

هغه پوښتنه راولاړه کړې ده چې ایا افغانستان دپاکستان دپوځ یوه چاوڼۍ ده ؟ څنګه جنرال فیض افغانستان ته سفرکوي؟

دپاکستان دپوځي ویاند په پام راګرځولو سره هغه وایي تاسې وایئ چې پوځ سیاست کې مه رالړۍ خو په کابل کې څه روان دي؟

په کابل کې دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان ترمنځ دسولې دمذاکراتو دا رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې تیره اوونۍ دپاکستان لخوا دمسیدو یوه قامي جرګه هم دټي ټي پي مشرانو سره مذاکراتو لپاره افغانستان ته لیږل شوې وه.

ددغې جرګې یو غړي وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ دټي ټي پي مشرانو سره یې بریالۍ خبرې اترې کړې دي اؤ هغوئ دپاکستان حکومت سره خبرو ته اماده شوي دي.

خو دخبرو د روانۍ لړۍ په جریان کې بیا دپاکستان دننه په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ هم چټک شوې ده.

څیړونکي وایي کله چې هم پاکستاني طالبان دحکومت سره دمذاکراتو په میز کښیني نو په دغه مهال هغوئ دخپلې برترۍ ښودلو اؤ فشار زیاتولو لپاره پاکستان کې په امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG