د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خلاف په کاروبار کې د فراډ یا د درغلۍ په الزام مقدمه کې د هغه پخوانی وکیل او قانوني مشیر مایکل کوهن د نهې، سه شنبې، په ورځ په عدالت کې د ټرمپ خلاف د عېني شاهد په حېث ګواهي ورکوونکی دی.
دې مقدمې د ټرمپ کاروبار د تباه کېدو د خطر سره مخامخ کړی دی.
توقعو ده چې ټرمپ به هم د نهې، سه شنبې، په ورځ په عدالت کې پېشي کوي. دا خبره یوې سرچينې کړې چې د ټرمپ د معمولاتو په اړه علم لري. ټرمپ او کوهن به د دواړو ترمنځ د تاوتریخوالي په مهال د یو بل سره مخامخ کېږي. پینځه کاله مخکې ټرمپ سره تعلق د ختمولو وروسته کوهن د پخواني صدر سخت نقاد جوړ شوی دی.
د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ په خواهشمندو امیدوارانو کې ټرمپ د ټولو نه مخکې ګڼل کېږي. د ګل، دوشنبې، په ورځ يې په نیو هېمشر ریاست کې انتخابي جلسې ته وېنا وکړه. د عدالت جج ټرمپ ۵۰۰۰ ډالر جرمانه کړی چې هغه د دې حکم خلاف ورزي کړې چې د مقدمې په اړه به مطبوعاتو سره خبرې نه کوي.
په کاروبار کې د درغلۍ په الزام مقدمه د ټرمپ خلاف د ډېموکرېټېک پارټۍ د نیویارک حکومتي وکیلې یا اټارني جنرل لټيشا جېمز شروع کړې ده. په ټرمپ الزام لګول شوی چې بېنکونو نه په ښو شرایطو قرض اخیستلو دپاره هغه د خپلو جایدادونو په قیمتونو کې د بېلینونو ډالرو اضافه کړې ده.
کوهن د کلونو راهسې د ټرمپ شخصي وکیل او قانوني مشیر وو خو بیا په خپلو عدالتي شخړو کې ګېر شو او د ټرمپ سره يې تعلق ختم شو. هغه په کال ۲۰۱۹ کې کانګرس ته د ټرمپ د مالي چارو په اړه بیان ورکړو چې ټرمپ خلاف د جېمز د مقدمې بنیاد دی.
ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات رد کړي، د خپل جایداد د قیمتونو دفاع يې کړې او وايي د هغه خلاف مقدمه درغلي او سیاسي انتقام دی.
په تېره یوه میاشت کې ټرمپ وخت په وخت عدالتونو ته حاضر شوی او خبریالانو ته يې په شعله بیان انداز کې ویلي چې مقدمې هغه د انتخابي کېمپېن نه توجه لرې کوي.
په مقدمه کې په ابتدايي بیانونو کې د ټرمپ وکیلانو وویل کوهن دروغ وايي او کانګرس ته د هغه د کال ۲۰۱۸ بیانونو حواله ورکوي چې روس سره د ټرمپ د تعلق په تحقیقاتو کې کوهن د ځینو جرمونو اعتراف کړی و.
په ۲۰۱۹ کې کوهن درې کاله د قېد سزا شروع شوه خو کال پس هغه په کور نظر بندۍ ته منتقل کړی شو.
د ګل، دوشنبې، په ورځ کوهن د ټرمپ دا الزام رد کړو چې هغه دروغ وايي. هغه وویل کانګرس ته د هغه دروغ وېنا د ټرمپ په هدایاتو او د ټرمپ د ګټې دپاره ویلي وو.
د ټرمپ په ضد مقدمه کې جېمز غوښتنه کوي ټرمپ دې ۲۵۰ مېلین ډالر جرمانه کړی شي، په ټرمپ او د هغه په ځامنو، ډانلډ جونېیر او اېرېک دې په نیویارک کې د کاروبار مستقل پابندي ولګول شي او په ټرمپ ارګنايزېشن دې د کاروبار پینځه کاله بندیز ولګول شي.
Forum