د برطانیي یو پخواني عسکر چې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو ته د حساسو معلوماتو ورکولو الزام پې لګول شوی دی د ګل، دوشنبې، په ورځ يې دا اعتراف وکړو چې د مقدمې د شروع کېدو د انتظام په مهال د زندان نه تښتېډلی و.
په ډېنيیل عبد خلیفه د لندن په وولوېچ کروان کورټ یا عدالت کې مقدمه شروع شوې ده. په هغه الزام دی چې د کال ۲۰۱۹ نه واخلې تر د کال ۲۰۲۲ پورې يې حساس معلومات راټولول. هغه دا خبره هم ردوي چې په مېز یې نقلي بم پرېښودی و او په کال ۲۰۲۳ کې د بېرکونو نه بګوړه شوی و.
سرکاري وکیلان یا پراسېکیوټرز په خلیفه دا الزام هم لګوي چې د کال ۲۰۲۳ د سېپټمبر په میاشت کې په یو موټر پسې يې ځان تړلی و او د لندن د وانډزورت زندان نه تښتېدلی و چې په نتیجه کې يې د هغه د معلومولو دپاره په قومي کچه لنډ مهاله تلاش شروع شوی و.
دروېشت کلن پخواني عسکر اول دا الزام ردو چې د قانوني حراست نه وتلو و خو په تېرو څو ورځو کې ورته شواهد وړاندې کړی شو نو د ګل، دوشنبې، په ورځ يې اعترافي بیان بدل کړو او زندان نه د فرارېدو جرم يې ومنلو.
په خلیفه الزام دی چې د ایران دپاره ګټه ور او داسې معلومات یې راټول چې په ترهګرۍ او د بم ګنګوسه په خپرولو کې استعمالېدلی شول. هغه دا الزامات ردوي او مقدمه يې دوام لري.
Forum