لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټانک کې د جی یو ایي (ف) په کاروان حمله کې څلور پولیس وژل شوي


د پيښي خبر تر لاسه کيدو سره سم د پوليسو او امنيتي ځواکونو په فوري توګه دې پیښې ته رسيدلي او سيمه يې ګیره کې اخستې د د پولیسو ویاند وي او ای ډیوه وویل د امنیتي ځواکونو په ملاتړ دې علاقې خلک هم راوتلي او بریدکونکو سره د ډزو تبادله روانه ده
د پيښي خبر تر لاسه کيدو سره سم د پوليسو او امنيتي ځواکونو په فوري توګه دې پیښې ته رسيدلي او سيمه يې ګیره کې اخستې د د پولیسو ویاند وي او ای ډیوه وویل د امنیتي ځواکونو په ملاتړ دې علاقې خلک هم راوتلي او بریدکونکو سره د ډزو تبادله روانه ده

د خیبر پختونخواه په جنوبي ضلع ټانک کي د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند د تحصيل چیرمین په کاروان نامولومو کسانو ډزي کړي چې پکې څلور پولیس عسکر ووژل شوي او د دوه نور پولیس افسران زخمیان شوي دي.

پولیس وویل په برید کې د تحصیل چیرمین ته زیان نه دی اوښتی او برید کونکو سره جګړه روانه ده. د حملې ذمه واري په سمدستي ډول چا په غاړه نه ده اخیستې.

وي او ای ډیوه ته د ټانک د پولیس ویاند یونس کنډي وویل د د جمعیت علماء اسلام (ف) ډلې د ټانک ضلعې تحصیل منتخب چیرمین صدام حسين بيټني ټانک په پايي سيمه کې د فاتحې خواني څخه بيرته روان ؤ چې د پائي او میخاني ترمينځ نامالومه وسله والو د هغه په قافله کې موجود د پولیسو په ګشتي پارټی بريد وکړو.

هغه وویل په ډزو کې د تحصیل چیرمین صدام حسین په سکيورټي ډيوټي مامور د پولیس ایلیټ فورس یا ځانګړي ځواکونو څلور عسکر وژل شوي او د ګل امام تاڼې مرستیال مشر یا ډیپټي ایس ایچ او ممتاز په ګډون درې پولیس عسکر سخت ژوبل شوي دي.

په وژل شوي پولیس عسکرو کې حوالدار عمران، حوالدار برکت، کانسټيبل رفيع الله او کانسټيبل فضل رحمان شامل دي. په دې پیښه کې ژوبل او وژل شوي عسکر په ټانک سیمه کې روغتون ته وړل شوي دي.

د پيښي خبر تر لاسه کيدو سره سم د پوليسو او امنيتي ځواکونو په فوري توګه دې پیښې ته رسيدلي او سيمه يې ګیره کې اخستې د د پولیسو ویاند وي او ای ډیوه وویل د امنیتي ځواکونو په ملاتړ دې علاقې خلک هم راوتلي او بریدکونکو سره د ډزو تبادله روانه ده.

د ټانک صلعې د جمعیت علماء اسلام ف ګوند د صوبې پالیمان منتخب شوي غړي محمود بیټني دا پیښه غندلې او ویلي په دې هتکنډو دوی خپلو خلکو د خدمت نه څوک نشي په شاه کولی.

د جمعیت علماء اسلام ف ګوند د صوبې مشر مولانه عطاء الرحمن تور پورې کړی چې په صوبه کې د دوی د ګوند غړي د یوې منصوبې لاندې په هدف کیږي.

په جاري کړي بیان کې هغه د صوبې د حکومت نه په فوري توګه دې پیښې د پلټنو غوښتنه کړې او وویلي په دې پیښه کې ککړ کسان دې د قانون منګلو ته راکش کړي او سزاګانې دې ورکړي.

د وي او ای ډیوه دا ریپورټ تر جوړولو د صوبې حکومت په دې اړه څه دریځ مخې ته نه دی راغلی او نه په سمدستي توګه د دې بريد زمه واري چا منلې ده خو په ورستیو ورځو کې تحریک طالبان پاکستان په خیبر پختونخواه صوبه کې په امنیتي ځواکونو او پولیسو ترسره شوي د یو شمېر حملو ذمه وارۍ منلي دي، باوجود د دې چې دغه غېر قانونه ډلې د ډز بندۍ اعلان هم کړی دی او حکومت ورسره د امن مذاکرات هم شرو ع کړي دي.

تحریک طالبان په تيرو څو ورځو کې په خېبرپښتونخوا کې په پولیسو د بريدونو سره په شمالي وزیرستان کې د پوځ سره د نښتې زمه واري هم منلې په کومه نښته کې چې د يو پوځي افسر په ګډون په پينځه عسکر وژل شوي وو.


  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG