لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوز دیر کې دیوې مدرسې څلور ماشومان خوړ کې د ډوبېدو له امله مړه شوي


دخېبر پښتونخوا مرستندویه ادارې 1122 ددې پښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي یاده پېښه دجمعې په ورځ دمیدان په کمبړ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دکمال مسجد په نوم ددیني مدرسې څلورو طالبانو په یو خوړ کې لامبل
دخېبر پښتونخوا مرستندویه ادارې 1122 ددې پښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي یاده پېښه دجمعې په ورځ دمیدان په کمبړ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دکمال مسجد په نوم ددیني مدرسې څلورو طالبانو په یو خوړ کې لامبل

دکوز دیر په میدان سیمه کې دیوې دیني مدرسې څلور طالبعلمان دلامبلو په مهال خوړ کې ډوب شوي اؤ مړه شوي دي.

دخېبر پښتونخوا مرستندویه ادارې 1122 ددې پښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي یاده پېښه دجمعې په ورځ دمیدان په کمبړ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دکمال مسجد په نوم ددیني مدرسې څلورو طالبانو په یو خوړ کې لامبل.

مرستندویه ادارې پخپل بیان کې ویلي چې دغه څلور واړه ماشومان چې کله اوبو کې ډوب شول نو د یادې مرستندویه ادارې دډاکټرانو اؤ لامبوزنانو ډله دخبر رسیدو سره سم سیمې ته ورسیده اؤ دهغوي لټون یې پیل کړو.

اداره وایي د څلورو واړو ماشومانو مړي یې د اوبو نه راویستي اؤ هسپتال ته یې رسولي چې هلته ډاکټرانو دهغوي دمړینې پخلی کړی دی.

وي او ای ډیوه ته د سیمې نه سرچینو ویلي چې د مړو شوؤ څلورو ماشومانو کې دفیاض نومې ماشوم تعلق د سرلړه سیمې سره دی اؤ نور درې ماشومان فرید،ابوبکر اؤ عبدالرحمان دبانډه میدا سیمې اوسیدونکي دي چې په کمال مسجد مدرسه کې یې دیني زده کړې کولې.

تر دې وړاندې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې دکوهاټ دمیرباش خیل سیمې دیوې دیني مدرسې دماشومانو کشتۍ دکوهاټ په تانده ډیم کې چپه شوې وه چې پکې 51ماشومان مړه شوي وؤ.

دغه ماشومان د رخصتۍ په ورځ د تانده ډیم نندارې له دچکر لپاره تللي وؤ اؤ کله چې په یوه کشتۍ کې د ډيم بلې غاړې ته اوړیدل نو کشتۍ پرې د اوبو منځ کې چپه شوې وه اؤ پکې ناست ټول ماشومان په اوبو کې ډوب شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG