په فرانس کې یو تن د تاریخ د هغه استاذ سر قلم کړی چې شاګردانو سره یې د پېغمبر اسلام د خاکو په موضوع مباحثه شروع کړې وه او پولیس بیا مشکوک قاتل هم په ډزو وژلی.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي دغه پېښه د جمعې په ورځ په اراوني کلي کې وشوه چې د فرانس سرښار پېرس نه په شمال مغرب کې پروت دی.
پولیس وویل مشکوک تن سره یو چرېدار ټوپک او چاړه وه او په کوم ځای کې چې استاذ وژل شوی و د هغه ځای نه قریباً په ۶۰۰ مېټره فاصله پولیس په ډزو ووژلو.
ای پي د پولیس له قوله وویل د پېغمبر اسلام د خاکو په اړه د مباحثې شروع کوولو وروسته د تاریخ استاذ ته دړکې ورکړی شوي وې.
د ترهګرۍ په ضد د فرانس حکومتي وکیل وویل د استاذ د وژنې په اړه یې د ترهګرۍ تحقیقات شروع کړي دي.
ای پي وايي د فرانس په چارلي هېبډو نومې مجلې د حملې په لړ کې د نیول شویو کسانو د مقدمې شروع کېدو نه پس په فرانس کې د ترهکرۍ دا دویمه حمله ده.
د مجلې د پخواني دفتر سره نژدې دوه کسان په چاړه د وهلو په لړ کې یو پاکستانی نیول شوی دی.
په کال ۲۰۱۵ کې د چارلي هېبډو په دفتر حمله کې ۱۲ کسان وژل شوي دي. د حملې نه وړاندې مجلې د پېغمبر اسلام خاکي چاپ کړې وې.