لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د فرانسې ولسمشر د دولت او مسلمانانو ترمنځ د اړیکو د سمولو ژمنه کړې


مکرون یادې ورځپاڼې ته وویل، د حکومت د اصلاحاتو پر پروژې باندې اوس کار روان دی خو د پروژې له بشپړېدو مخکې یې په اړه نور معلومات ور نه کړل

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون ویلي، حکومت یې پدې کار کوي چې په هېواد کې د مسلمانانو د ژوند د ښه کولو او د مسلمانو ډلو د تنظیمولو په برخه کې د اړینو اصلاحاتو لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړي.

مکرون د فرانسې دې مان شې ورځپاڼې ته ویلي دي، چې دی غواړي هغو شخړو ته د پای ټکی کېږدي کومې چې د تېرو څو کلونو په موده کې د جهادیانو د بریدونو له امله رامنځته شویدي.

د فرانسې د ولسمشر د وینا له مخې دغه اصلاحات به د ۲۰۱۸ کال په لومړنۍ ربعه (لومړنیو دریو میاشتو) کې پیل شي چې له مخې به یې د اسلامي توند لاریتوب پرضد جګړه، د مسلمانو ډلو په غوره توګه تنظیمول او له ټولنې سره د هغوي د اړیکو ښه کول ترسره شي.

مکرون یادې ورځپاڼې ته وویل، د حکومت د اصلاحاتو پر پروژې باندې اوس کار روان دی خو د پروژې له بشپړېدو مخکې یې په اړه نور معلومات ور نه کړل.

مکرون زیاته کړه: (د هېواد پوهان او علمي کسان اوس ددغې پروژې پر جوړولو باندې خپل نظرونه شریکوي چې له مخې به یې د هغه په وینا د د فرانسې د دولت او د اسلام ترمنځ ستونمنې اړیکې ښې شي.)

فرانسه د اساسي قانون له مخې یو سیکولر هېواد دی. دغه هېواد له ۱۹۰۵ راهیسې خپل ځانګړی قانون لري چې له مخې یې باید کلیسا او دولت سره جلا وي.

همدارنګه ددغه قانون له مخې دولت نه شي کولای کوم مذهب په رسمیت وپیژني او یا ورسره مالي مرسته وکړي.

په وروستیو بحثونو کې په دغه قانون کې د بدلون په اړه خبرې هم شویدي خو مکرون ددغې خبرې مخالف دی.

(هر څه چې مونږ غوره کړو نو سمه ده خو زما هدف دا دی چې په دغه قانون کې د سیکولریزم مسله همداسې غښتلې وساتو. که په بل ډول یې وه وایم، دا حق باید ورکړل شي چې څوک عقیده ساتي او که نه خو ملي یوالی او ازادي باید وساتل شي.)

د فرانسې حکومت غواړي مسلمانو توندلارو ته د پیسو او روزنې د ګواښ د ختمولو لپاره د حل یو لاره ومومي.

پاریس وایي، نور هېوادونه له دې لارې د فرانسې په چارو کې مداخله کوي چې دوی نېغ په نېغه له جوماتونو سره مالي مرستې کوي او ورته امامان ټاکي که څه هم ددغه هېواد اساسي قانون په سیکولریزم باندې ولاړ دی.

ددغو نویو اصلاحاتو له مخې به په جوماتونو باندې بهرنۍ مرستې ودرول شي او همدارنګه امامانو ته به په پوهنتونونو کې د سیکولریزم، مدني ازادیو، مذهبي تاریخ او ټولنیزو چارو په برخه کې روزنه هم ورکړل شي.

د فرانسې د ملي ګوند مشره مرین لي پین دغه اصلاحات د منلو وړ نه بولي او په ورته وخت کې له حکومت څخه غواړي چې له جوماتونو سره دې مالي مرستې و درول شي.

خو نوموړې ددې نظریې ملاتړ کوي چې په جوماتونو باندې دې بهرنی اغېز بند شي.

XS
SM
MD
LG