لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس او اروپا کې به د سبا نه د فايزر او بایو اېن ټک وېکسین ورکول پېل شي


د خالي / شنبې په ورځ فرانس او رومانیه د فاېزر او باېو اېن ټک کمپنې د کرونا پرضد وېکسینو لومړي پېکټې ترلاسه کړي. په فرانس کې دغه وېکسین د پېرس هسپتال فارمېسي نېټ ورک ته رسیدلي.

فرانس کې به سبا د اتوار/ یکشنبې د ورځې نه په دوو نرسنګ هومز یا د بوډاګانو د ساتنې مرکزونو کې دغه وېکسین ورکول پېل کیږي. هم په دغه ورځ به په نوره اروپا کې هم د وېکسینو ورکول شورو کیږي. فرانس کې د کرونا وبا نه د ۲.۶ میلینو نه زیات کسان ناروغه شوی او ۶۲ زرو نه زیات مړه شوي.

د فاېزر او باېو اېن ټېک وېکسینو لومړۍ کڅوړې د رومانیې سرښار ته هم رسیدلي. د خالي په ورځ دغه وېکسین بیا د پوځ لخوا چلیدونکي مرکز کې خوندي کړل شوي. په رومانیه کې به هم د اتوار/ یکشنبې د ورځ نه په نهه هسپتالونو کې دغه وېکسین ورکول پېل کیږي.

هم نن د خالي/ شنبې په ورځ بیا روس د کرونا وایرس پرضد جوړ شوي خپل ویکسین سپوټنک ۵ د ۶۰ کالو نه د زیات عمر خلکو ته د ورکولو منظوري ورکړې. د روس مطبوعاتو دغه خبره د صحت د وزارت لخوا کړې ده.

په روس کې د سرکاري‌ شمېرو تر مخه د خالي په ورځ د کرونا نه اغیزمنو خلکو شمیره د ۳ میلینه یا ۳۰ لکو نه واوخته.‌ په روس کې په تیرو ۲۴ ساعتو کې ۲۹ زره ۲۰۰ نوي کېسونه رپورټ شوي او ۵۶۰ کسان د کرونا نه مړه شوي.

د کرونا نوی قسم په نورو هیوادونو کې هم رپورټ شوي

په فرانس کې د صحت چارواکو ویلي، په دغه هیواد کې د کویډ ۱۹ د نوي قسم د لومړي تن پخلی شوی، په برتانیه کې د کرونا د دغه نوي قسم له سببه نه یواځې په برتاینه کې ټول بند لګیدلی، د برتانیې د وګړو په نړیوال سفرونو بندیز هم لګول شوی.

د فرانس د صحت وزارت ویلي، یو فرانسوي تن چې په انګلېنډ کې یې ژوند کوو او فرانس ته ستون شوی، د کرونا د نوي قسم ټسټ یې مثبت راغلی. ویل کیږي چې په دغه تن کې د کرونا ناروغۍ کومې نخښې نه دي ښکاره شوي خو ځان یې قرنطین کړی.

د فرانس تر څنګ په ځینو نورو هیوادونو کې هم د کرونا دغه نوي قسم پېښې معلومې شوي.

جاپان د جمعې په ورځ اعلان کړی چې د دسمبر ۱۸ نه د دسمبر ۲۱ پورې جاپان ته ستانه شوي کسانو کې کې د کرونا نوي قسم واېرس پخلی شوی او دغه ټول د هوايي ډګر یا اېرپورټ نه قرنطین شوي.‌

د برتانیې چارواکو د وړاندې نه ویلي چې د کرونا وایرس دغه نوی قسم ښکاري چې زیات خوریدونکی وي او کیدلی شي ورسره د کرونا کیسونه نور هم زیات شي، د دغې وروسته د نړۍ یو شمیر هیوادونو په برتانیه سفري بندیزونه لګولي.

فرانس د دوو ورځو لپاره د برتانیې نه په هر قسمه مسافرو او کارګو سامانونو بندیز لګولی وو. د دغه بندیز له سببه د برتانیې په ډوور بندر باندې د ګاډو او لویو ټرکونو لویه ستونزه جوړه شوې وه. د برتانیې د ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شاپس ویلي، د جمعې په ورځ ۴۵۰۰ ټرکونه په چېنل وروسته د هغې اوختي کله چې د کرونا ټسټونو لپاره اضافي‌عسکر ولیږل شول.

روس هم د جمعې په ورځ‌اعلان کړی چې د برتانیې نه ورغلي مسافر دي د دوو اونیو لپاره ځانونه قرنطین کړي. روس په شورو کې د برتانیې نه په راتلونکی نیغ په نیغه هوايي جهازونو بندیز لګولی وو.

امریکایي چارواکو د زیارت پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې د برتانیې نه راتلونکي مسافر لپاره امریکا ته د رارسیدو وړاندی د کرونا منفي ټسټ لازمي دی. د سي ډي سي د نوي وړاندیزونو تر مخه دغه نوي بندیزونه به د ګل/ دوشنبې د ورځې نه عملي کیږي.

تیره ورځ د کرسمس په مهال د عیسایانو مشر پاپ فرانسس په خپل پېغام کې ویلي چې د کرونا وېکسین دې هر چا ته ورکړل شي. پاپ فرانسس په سیاسي مشرانو او کاروباریانو غږ کړی چې د وېکسینو په لړ کې د مقابلې پر ځاې مرستې له دوام ورکړي.

په اسراېل کې حکومت اعلان کړی د اتوار د ورځې نه به په دریم ځل په ګرد هیواد کې د کرونا وبا خوریدو مخنیوي په خاطر ټولبند یا لاک ډاون لګوي. دغه نوي بندیزونه به د دوو اونیو لپاره لګول کیږي.

د چین په شمال ختیځ ساحلي ښار ډالیان کې په ۲۴ ساعتو کې د کرونا اوو نوو پېښو د رپورټ کیدو ورسته د صحت چارواکو په میلینونو ځايي اوسیدونکو ټسټونه شورو کړي. په دغه ښار کې چارواکو سېوا د مهمو کارکونکو ټولو خلکو ته په کور دننه د پاتې کیدو امر کړی دی.

په جنوبي کوریا، جاپان او انډونیشیا کې د د کرونا وبا دریمې څپې وروسته د جمعې په ورځ د ورځې په حساب تر ټولو زیاتې پېښې رپورټ شوي. په جنوبي کوریا کې په ۱۲۰۰ نوو پېښو کې د ۷۰ فیصده نه زیاتې د سرښار سېول په خواو شاه سیمو کې رپورټ شوي چرته چې د دغه هیواد د ۵۲ میلینه ابادې نیمه برخه ژوند کوي.

جاپان کې د جمعې په ورځ ۸۸۴ نوري کېسونه رپورټ شوي او هلته هم تر ټولو زیاتې شمیرې په ټوکیو کې رپورټ شوي. په انډونیشیا کې د یوې ورځ تر ټولو زیات مرګونه چې شمیره یې ۲۵۸ ته رپورټ شوي او ۷۲۵۹ نوي کېسونه رپورټ شوي.

په انډونیشیا کې د کرونا دریمې څپې راتلو وروته په دغه هیواد کې د کرونا وبا نه د مرګونو شمیره ۲۰۸۴۷ او د ناروغانو شمیره ۷لکه ۹۷ ته رسیدلی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG