لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس د شام په مسله د نړي والو مذاکراتو کوربه


د کال ٢٠١١ راهسې روانې د شام په خانه جنگۍ د ٢۴٠٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوې دي.
د کال ٢٠١١ راهسې روانې د شام په خانه جنگۍ د ٢۴٠٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوې دي.

د امریکا، ترکي، یورپ او اردن استازي په فرانس کې د شام په کړکیچ خبرو اترو دپاره راغونډیږي خو په مذاکراتو کې د شام د حکومت پلوي هیوادونه، ایران او روس، نه بلنه نهده ورکړی شوي.

د فرانس د خارجه وزارت ترمخه، د مذاکراتو توجه به د داعش خلاف په جنگ باندې وي. ددې نه علاوه د ملکي کسانو د تحفظ په اړه به هم خبرې اترې کولی شي.

په راتلونکې هفته کې فرانس د شام په اړه د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کونسل ته یو قرارداد وړاندې کونکی دی. د قرارداد مقصد د شام صدر بشارالسد مخه نیول دي چې په کړکیچ کې د بیرل بم په نوم چاودیدونکې مواد استعمال نه کړی شي. په غونډه کې به ددغه قرارداد په اړه هم خبرې اترې کیږي.

بیرل بم د چاودیدونکو موادونه ډک بمونه وي چې د هوائي جهاز نه راغورځولی کیږي.

تیره هفته په ویانه کې د شام په اړه نړي واله غونډه شوي وه چې پکې روس، امریکا، سعودي عرب او ترکي گډون کړی وو خو فرانس پکې نه وو شامل.

د کال ٢٠١١ راهسې روانې د شام په خانه جنگۍ د ٢۴٠٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG