لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس : د امریکا په ملاتړ مو د القاعده شمالي افریقا مشر وژلې دی


دروکدال د شمالي افریقا د ترټولو تجربه کاره جنګیالو څخه و او د اسلامي وسله والو د شمالي مالي نیولو کې یې برخه اخیستې وه
دروکدال د شمالي افریقا د ترټولو تجربه کاره جنګیالو څخه و او د اسلامي وسله والو د شمالي مالي نیولو کې یې برخه اخیستې وه

د فرانس چارواکو ویلي چې ځواکونو یې د افریقا په مالي هېواد کې د عملیاتو پرمهال د القاعده د شمالي افریقا مشرعبدالملک دروکدال وژلې دی.

د فرانس د پوځي ځواکونو وزیر فلورنس پارلی په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: ” د جون په دریمه ، د فرانس د پوځ ځواکونو د خپلو سیمه ییزو همکارانو په مرسته ، په اسلامي مغرب کې د القاعده امیرعبدالملک دروکدال او د هغه څو نږدې همکاران ، په شمالي مالي کې د عملیاتو په مهال وژلي. “

د چارواکو ترمخه فرانسوي ځواکونه د اوو کلونو راهېسې د القاعده مهم جنګیالي عبدالملک دروکدال په لټه کې و.

د امریکایي پوځ د افریقا قوماندې (افريکام) په وینادروکدال پرضد د فرانس په مشرۍ کې عملیات د امریکایي ځواکونو په مرسته ترسره شوي ، چې ورسره یې د "هدف ټاکلو" لپاره استخباراتي او د نظارت په برخو کې ملاتړ کړی دی.

د امریکا پوځ افريکام ویاند کرنل کرس کارنس وائس اف امریکا ته ویلي: "دا مشن یوه ګډه بریا ده. "

چارواکو ویلي چې عبدالملک دروکدال په سیمه کې د القاعده د عملیاتو کې ملوث و ،او هڅه یې کوله چې د هغه تر کنټرول لاندې سیمه پراخه کړي او د بریدونو شمېر هم زیات کړي.

کرنل کرس کارنس زیاته کړه: "دا یقینا په اسلامي مغرب کې د القاعده لپاره یو ګوزار دی او واقعیا د دوی د پلان جوړولو او عملیاتو ترسره کولو توان زیانمنوي."

د رایټرز د رپورټ ترمخه دروکدال د مرګ اعلان خواوشا شپږ میاشتې وروسته له هغه کیږي چې د پخواني استعماري طاقت فرانس او سیمه ایز قوتونو د یو ګډ کمانډ لاندې خپل پوځي ځواکونه نائجر ، مالي او بورکینا فاسو سرحدي سیمو کې د اسلامي دولت یا داعش د جنګیالیو پرضد جګړی لپاره یوځای کړل.

دروکدال د شمالي افریقا د ترټولو تجربه کاره جنګیالو څخه و او د اسلامي وسله والو د شمالي مالي نیولو کې یې برخه اخیستې وه. په 2013 کال کې د فرانس پوځي مداخلې دغه جنګیالي شاته وغورځول او دوی یې د ساحل په ساحه کې تېتربتر کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG