لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس په کيلېډونيا جزيره کې اړی ګړی، درې تنه مړه او د شپې کرفيو لګول شوې


ياد بېل به راروانه مياشت د فرانس په دواړو ايوانو کې د حتمي ووټ د پاره وړاندې کيږي. د فرانس قامي اسمبلۍ د شورو په ورځ دا بېل د 153 په مقابله کې په 351 ووټونو منظور کړی.
ياد بېل به راروانه مياشت د فرانس په دواړو ايوانو کې د حتمي ووټ د پاره وړاندې کيږي. د فرانس قامي اسمبلۍ د شورو په ورځ دا بېل د 153 په مقابله کې په 351 ووټونو منظور کړی.

د فرانس په سويلي پيسېفېک جزيره کيليډونيا کې کم نه کم درې تنه وژل شوي او د درېو ورځو نه اړی ګړی او چور چپاول روان دی.

د تشدد پېښې د فرانس په پارلمان کې د وړاندې شوي بېل په سر شوي چې غواړي هغه فرانسوي وکړي به وکړی شي په ځايي ټاکنو کې ووټ واچوي چا چې په نيو کيلېډونيا جزيره کې لس کاله وخت تېر کړی وي.

خو د جزيرې د ازادۍ غوښتونکي تحريک مشران وايي دا ګام به د ځايي کانک خلکو د ووټ قوت کمزوری کړي.

د يادې جزيرې په مرکز نوميا کې يو شمېر کورونه او کاروبارونه لوټلي شوي او سوځولي شوي او دا کار د ښه ډېرو امنيتي ځواکونو په شتون کې شوی دی.

چارواکو د شپې کرفيو اعلان کړې او په ولسي غونډو يې بندېز لګولی. کم نه کم 130 تنه نيول شوي دي او د سکولونو او کاروبارونو د بندېدو سره سره د جزيرې هوايي ميدان هم بند کړل شوی دی.

د فرانس ولسمشر ايمنويل ميکرون د شورو، چهار شنبې په ورځ په پيرس کې د خپلې کابينې د مهمو وزيرانو بيړنۍ غونډه رابللې چې په نيو کيلېډونيا کې د صورتحال جاج واخلي.

ميکرون د تشدد د ختمولو غږ کړی او په يو خط کې يې د جزيرې مشرانو ته ويلي د انتخابونو د اصلاحاتو د بېل منظورېدو نه وړاندې غواړي څوک چې خپلواکي غواړي او څوک يې چې مخالفت کوي د دواړو خواو سره خبرې اترې وکړي.

ياد بېل به راروانه مياشت د فرانس په دواړو ايوانو کې د حتمي ووټ د پاره وړاندې کيږي. د فرانس قامي اسمبلۍ د شورو په ورځ دا بېل د 153 په مقابله کې په 351 ووټونو منظور کړی.

ازادي غوښتونکي مشر ډينيل ګوا د تېرې ورځې لوټ مار غندلی او د قرارۍ ساتلو غږ يې کړی خو وايي دا ښيي “زمونږ ځوان کول ژمن دی چې نور فرانس دې ته پرې نږدي چې په دوی حکمراني وکړي”.

فرانس په کال 1998 کې منلي وو چې نيو کيلېډونيا ته نور سياسي اختيار او ازادي ورکړي او د جزيرې په اړه يې درې رېفرېنډمز يا ټاکنې وکړې او په درېواړه انتخابونو کې ولس د خپلواکۍ غوښتنه رد کړې ده.

په دې رپورټ کې څينې معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبرې ادارو نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG