لاس رسیدونکی لینک

 
په مالي کې د القاعده یو کمانډر سره د څلورو نورو کسانو وژل شوی دی
تازه خبر

په مالي کې د القاعده یو کمانډر سره د څلورو نورو کسانو وژل شوی دی


په مغربي افریقا کې د تندروۍ مخه نیولو په خاطر فرانس په مالي کې د زرګونو په شمېر کې خپل عسکر پرځای کړي دي
په مغربي افریقا کې د تندروۍ مخه نیولو په خاطر فرانس په مالي کې د زرګونو په شمېر کې خپل عسکر پرځای کړي دي

د فرانس ځکمني او هوايي ځواکونو په مالي کې د القاعده یو اهم کمانډر سره د څلورو نورو کسانو وژلی دی. دا خبره د فرانس پوخ د جمعې په ورځ وکړه.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د فرانس پوځ وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ شویو عملیاتو هدف باه اه موسا و چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې یې هم نوم شامل و او د مالي او په نړیوالو ځواکونو په حملو کې ککړ و. دا خبره د فرانس پوځي ترجمان فرېډرېک باربري د جمعې په ورځ خبریالانو ته وکړه.

باربري وویل په مالي کې څارنه کوونکو ډرون جهازونو د موسا ټرک په معلوموولو کې مرسته وکړه. د دې وروسته هېلې کاپټرو او د فرانس ۱۵ کمانډو ځواکونو په ټرک حمله وکړه. په ټرک کې سور موسا او څلور نور کسان ووژل شوو.

د فرانس د دفاع وزارت وویل موسا په مالي کې د جهادیانو د جلب او د تربيي مشر و .

په مغربي افریقا کې د تندروۍ مخه نیولو په خاطر فرانس په مالي کې د زرګونو په شمېر کې خپل عسکر پرځای کړي دي.

فرانس په مالي کې د القاعده کمانډر د وژلو خبره په پیرس کې د یوې حملې پنځه کاله پوره کېدو په موقع کړې ده. د پېرس په یو کانسرټ هال، کېفیانو او سټېډیم د وسله والو په حمله کې ۱۳۰ کسان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG