لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اوکراین کې فرانسوي خبریال وژل شوی


بي اېف اېم ټي وي وویل ۳۲ کلن فرېډرېک لېکلېرېک اېمهاف د دونباس سيمې سیویردونېسک ښار سره نژدې د ګولې په یوه ټکړه د لګېدو ساه ورکړه
بي اېف اېم ټي وي وویل ۳۲ کلن فرېډرېک لېکلېرېک اېمهاف د دونباس سيمې سیویردونېسک ښار سره نژدې د ګولې په یوه ټکړه د لګېدو ساه ورکړه

د فرانس بي اېف اېم ټېلې وژن ویلي د اوکراین په ختیځ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ یې یو خبریال په داسې حال ووژل شو چې د اوکراینیانو د وتلو د عملیاتو خبر ورکولو.

بي اېف اېم ټي وي وویل ۳۲ کلن فرېډرېک لېکلېرېک اېمهاف د دونباس سيمې سیویردونېسک ښار سره نژدې د ګولې په یوه ټکړه د لګېدو ساه ورکړه.

د فرانس صدر اېمېنیول مېکران د فرانسوي خبریال په وژل کېدو غمرازي وکړه او د هغه خدمات یې وستایل.

مېکران وویل د جنګ حقیقت د څرګندولو په اړه لېکلېرېک اېمهاف په اوکراین کې و او په مهال ووژل شو چې د هغو ملکي کسانو سره په بس کې چې د روسي بمونو نه ځان محفوظ ساتلو دپاره د خپلې سيمې نه وتل.

په د فرانس خارجه وزیرې هم د فرېډرېک لېکلېرېک په مرګ خفګان څرګند کړو او د هغه د وژل کېدو په اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

د لېکلېرېک اېمهاف د وژل کېدو لومړی خبر د لوهانسک سيمې ګورنر د ټېلېګرام دلارې ورکړی و.

هغه وویل فرانسوي خبریال هغه وخت ووژل شو کله چې روسي ځواکونو په ملکي کسانو د راویستلو دپاره په روان بکتر بند موټر ډزې وکړي.

د اوکراین د داخله چارو وزارت یو چارواکي په پېښه کې بل فرانسوي خبریال او د اوکراین یوه ښځه زخمیان شوي دي.
د خبریالانو اتحاديي کميټي ټوپروټېکټ جرنلسټس ويلي لېکلېرېک اېمهاف اتم خبریال دی چې د فېبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین د روس د یرغل وروسته وژل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG