لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکو د طالبانو د مخالفینو سره ملاقاتونه کړي


د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د ډسمبر په اوومه نېټه د هډسن انسټېټیوټ نومې ادارې یوې دستورې ته وویل امریکې نه به د جبهې غوښتنه دا وي چې په افغانستان کې د حالاتو په اړه خپله ذمه واري دې احساس کړي
د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د ډسمبر په اوومه نېټه د هډسن انسټېټیوټ نومې ادارې یوې دستورې ته وویل امریکې نه به د جبهې غوښتنه دا وي چې په افغانستان کې د حالاتو په اړه خپله ذمه واري دې احساس کړي

په کال ۲۰۲۰ کې چې امریکايي او طالب استازو په افغانستان کې امن دپاره معاهده لاس لیک کوله نو دواړو فريقېن په دې متفق شول چې د یو بل سره به مثبت تعلقات غواړي خو وي او ای رپورټ وايي په تېر یو کال کې د دواړو خواو ترمنځ اختلافات نور زیات شوي دي.

د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې د خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس د ګل، دوشنبې، په ورځ یو خبري کانفرنس ته وویل ترڅو طالبان د افغان ولس سره کړي خپلې وعدې پوره نه کړي امریکا به ورسره تعلقات بهتر نه کړي.

د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شول نو امریکې سره يې د ترهګرۍ خلاف د مرستي ژمنه وکړه او لوظ يې وکړو چې ټول شموله حکومت به جوړوي او د افغانانو او په خصوصي توګه د افغان مېرمنو د بنیادي حقونو احترام به کوي.

د نړیواله ټولنه او د انساني حقونو فعالان د ښځو او په اړه د طالبانو د تګلارو غندنه کوي او وايي طالبانو په مېرمنو قدغنونه زیات کړي دي. په طالبانو د انساني حقونو د خلاف ورزو الزامات هم لګول کېږي.

د طالبانو حکومت په رسمي ډول بل هېواد نه دی تسلیم کړی.

دا میاشت د افغانستان دپاره د امريکې خصوصي استازي ټامس وېسټ په متحده عرب اماراتو کې د طالبانو موقتي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب او د طالبانو د مخالفې او د ملي مقاومت جبهې یو مشر عطا محمد نور سره ولیدل
دا میاشت د افغانستان دپاره د امريکې خصوصي استازي ټامس وېسټ په متحده عرب اماراتو کې د طالبانو موقتي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب او د طالبانو د مخالفې او د ملي مقاومت جبهې یو مشر عطا محمد نور سره ولیدل

د جون په میاشت کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ته پوښته وشوه چې ایا د طالبانو د نه تسلیمېدلو ذمه وار خپله د طالبانو تګلارې دي او که یو بل ملک دی، نو هغه وویل ترڅو چې د نورو ملکونو د طالبانو د تسلیمولو خبره ده نو په دې لړ کې د هغه په وېنا تر ټولو لوی خنډ امریکا ده.

ذبیح الله مجاهد وویل په سفارتي توګه د پيژندل کېدو دپاره طالبانو ټول شرایط پوره کړي دي.

امریکې د افغانستان دپاره موقتي سفیر، شارډي افییرز، خصوصي استازی او د افغان مېرمنو دپاره خصوصي استازي ټاکلي دي.

په کابل کې د امریکي سفارتخانه تړل شوې ده.

د می په میاشت کې سټيټ ډپارټمنټ په امریکا کې د افغانستان سفارت او د کونسلخانو واک اختیار واخیستلو او افغان سفارتکارانو ته یې اجازت ورکړو چې په امریکا کې پناه دپاره خواستونه ورکړي.

امریکايي مامورین واي په رسمیت پيژندګلو باوجود طالبانو سره په سفارتي کچه ښکیلتیا ضروري ده.

د امن معاهدې په لړ کې به امریکايي استازو په قطر کې د طالبانو سره ملاقاتونه کوي او د کال ۲۰۲۰ د مارچ په میاشت کې د امریکې د هغه وخت خارجه وزیر مایک پامپېیو د طالب مشرانو سره یو شمېر ملاقاتونه وکړل او د هغه وخت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د طالبانو یو مشر سره په ټېلې فون خبرې وکړې.

دا میاشت د افغانستان دپاره د امريکې خصوصي استازي ټامس وېسټ په متحده عرب اماراتو کې د طالبانو موقتي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب او د طالبانو د مخالفې او د ملي مقاومت جبهې یو مشر عطا محمد نور سره ولیدل.

افغانستان دپاره د امریکې موقتي سفیرې یا شارډي افېیرز کېرن ډېکر د نومبر په اخیره کې په تاجکستان کې په یوه غونډه کې شرکت وکړو. په غونډه کې د طالبانو مخالفین موجود وو خو طالبانو ته پکې دعوت نه ورکړی شوی.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس

تاجکستان د طالبانو مخالفو افغانانو ته پناه ورکړې ده او غوښتنه کوي چې په افغانستان کې دې ټول شموله حکومت جوړ کړی شي او تاجک قوم ته دې پکې منصفانه نمایندګي ورکړی شي.

د اګست په میاشت کې د امریکې سټېټ ډپارټمنټ په طالبانو غږ وکړو چې داسې ټول شموله حکومت دې جوړ کړي چې د مېرمنو او د افغانستان د اقلیتونو پکې بامعنا نمایندګي وي.

طالبان وايي په حکومت کې ټول افغانان نمایندګي لري او دا چې امریکا دې د افغانستان په داخلي معاملاتو کې مداخلت نه کوي.

د امن په موضوع کارکونکي تنظیم انټرنېشنل کرایسسس ګروپ ګرېم سمېت وي او ای ته وايي دا خبره واضحه نه ده چې ټول شموله په عملي کچه څه معنا لري خو د دې تصور د پلټنو دپاره امریکايي مامورین د سيمې سفرونه کوي او د طالبانو مخالف سیاسي مشرانو سره ويني.

امریکايي چارواکي وایي د مختلفو سیاسي مشرانو سره د دوی ملاقاتونه د واشنګټن هغه تګلارې سره سمون خوري چې د سیاسي ډلو په ځای افغانستان سره ملاتړ وکړي.

په تېرو لسیزو کې امریکې سره د طالبانو خلاف د مرستې وروسته د طالبانو مخالف افغان مشران د امریکې نه غواړي چې طالبانو حکومت په نسکورولو کې دې امریکا د دوی مرسته وکړي.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د ډسمبر په اوومه نېټه د هډسن انسټېټیوټ نومې ادارې یوې دستورې ته وویل امریکې نه به د جبهې غوښتنه دا وي چې په افغانستان کې د حالاتو په اړه خپله ذمه واري دې احساس کړي.

د ملي مقاومت جبهي د طالبانو په ضد په ځینو ځایونو کې حملې کړي دي خو څه سیمه يې نه ده نیولې.

ملي مقاومت جبهې یا اېن ار اېف تېرکال په امریکا کې د سیاسي حمایت دپاره نوم لیکنه وکړه او د کانګرس دوو غړو سېنېټر لېنډسي ګراهم او نماینده مایکل والټز د جبهي د ملاتړ دپاره غږ پورته کړي دی.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (ترجمانې) وي او ای ته ویلي چې امریکا په افغانستان کې د پرتشدد اخلافاتو حمایت نه کوي، په ټولو خواو غږ کوي چې د ضبط نه کار واخلي او مذاکرات وکړي. دا یوازنۍ لاره ده چې افغانستان يې د خپلو ګڼ شمېر مشکلاتو مقابله کولی شي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد

د طالبانو برعکس چې د سفر پابندۍ پې لګول شوي دي، د اېن ار اېف مشران سفر کولی شي او د افغانستان بهر به سیاسي غونډو کې یې شرکت کړی دی. د سېپټمبر په میاشت کې مسعود اسټریا ته تللی و او امریکې ته د سفر اراده يې هم څرګنده کړې ده.

امریکې د اېن ار اېف سره څه کوټلی امداد نه دی کړی خو په افغانستان کې د طالبانو د اختیار لاندې سیمو کې د حملې کولو صلاحیت برقرار ساتلی دی. د اګست په میاشت کې امریکايي ډرو د کابل په یو کور کې د القاعده مشر اېمن الظواهري ووژلو.

طالبانو سره د امریکې د کال ۲۰۲۰ په امن معاهده کې دا خبره هم وه چې د بین الافغان مذاکراتو په نتیجه کې به په افغانستان کې اسلامي حکومت جوړولی شي. خو دغه مذاکرات و نه شول.

د دې برعکس طالبانو د ملک دننه خپل مخالفین په زور خاموشه کړي او د اصلاحاتو او ټول شمولتیا دپاره يې نړیوالې غوښتنې نظر انداز کړي دي.

د طالبان او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د زیاتېدونکو اختلافاتو په اړه

افغانستان دپاره د متحده قومونو خصوصي استازي روزا اوتنبایوا د نهې، سه شنبې، د اقوام متحده سیکیورټي کاونسل غونډې ته وویل په دې لړ کې تعطل موجود دی

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG