لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

G7 د روس له کنګل کړې شتمنۍ اوکراین ته 50 ارب ډالر پور ورکوي، پوټین وایي دا "غلا" ده


د نړۍ د اوو شتمنو هېوادونو تنظیم جي7 د پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان وکړ کیف ته به په لسګونو اربه ډالر پور ورکوي چې د لوېدیځ په مالیاتي ادارو کې د روس له کنګل شویو شتمنو به د ګټې په تر لاسه کولو غربي اتحادیانو ته بیرته ورکول کیږي.

د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین دې اقدام ته په غبرګون کې ویلي چې دا "غلا" ده او خبرداری یې ورکړی دی چې "بې سزا به" پاته نه شي.

پوټین د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په خبرو کې وویل، له ماسکو سره د لوېدیځ چلند ښکاره کوي چې هر هېواد د لوېدیځ له خوا همداسې د شتمنیو د کنګل کېدو قرباني کېدای شي.

د جي7 د مشرانو د غونډې کوربه د ایټلي وزیراعظم جورجیا میلوني وویل، "موږ یوه سیاسي تړون ته سره رسېدلي یو چې د دې کال تر اخره اوکراین ته نیژدې 50 ارب ډالر اضافي مالي مرسته برابره کړو".

د G7 هېوادونو مشرانو دا اعلان د خپلې غونډې په لومړۍ ورځ د ایټلي په پوګلیا سیمه کې وکړ، چې د امریکې د ولسمشر جو بایډن لپاره له اوکراین سره د مرستې غوښتلو په برخه کې یوه کامیابي ګڼل کیږي.

صدر جوبایډن د G7 پر مشرانو ټینګار کوي د ده له هغه پلان سره دې همږغي شي او له اوکراین سره د مرستې لپاره دې فنډ برابر کړي چې دا هېواد پرې د ماسکو د یرغل مخه ونیسي.

بایډن د پنجشنبې- زیارت په ماښام د اوکراین له صدر ولادیمیر زیلینسکي سره په ګډې خبري غونډې ته وویل، د G7 تړون "پوټین ته یو بل خبرداری دی چې موږ نه پر شا کیږو او په حقیقت کې موږ د هغه [پوټین] د غیرقانوني یرغل خلاف سره متحد یو."

دا مهال د روس تقریباً 280 ارب ډالر په لوېدیځو مالياتي ادارو کې کنګل شوي دي او تمه کیږي چې له دغو فنډونو به په کال کې لږ تر لږه درې ارب ډالر سود یا ګټه تر لاسه شي.

دغه 50 ارب ډالره پور به د دې رقم له آمدن سره یو ځای تر 10 یا تر دې زیاتو کلونو پورې بیرته ورکول کیږي یا تر هغه وخته چې پور بیرته ادا نه شي یا روس د دې تاوان ور نه کړي.

د صدر بایډن د انتظامیې یوه اعلی چارواکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ له بایډن سره د سفر په وخت خبریالانو ته وویل، امریکا بهG7 له نورو غړو هېوادونو سره د "پور ورکولو د اتحاد" برخه نه وي.

تمه کیږي د G7 نور هیوادونه به هم اعلان وکړي چې دوی اوکراین ته څومره مرستې برابرولای شي.

په 2024 کې موجود فنډونه

د بایډن انتظامیې چارواکي وویل امریکا تیاره ده چې د اړتیا په وخت ټول 50 ارب ډالر ورکړي، وایي دا پیسې "په دې کال کې" چمتو کېدی شي خو دا په دې پورې اړه لري چې اوکراین یې څومره ژر جذب کولای شي.

دغه چارواکي خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو په وخت وي او اې ته وویل، د امریکې نړیواله پرمختیایي اداره یوسېډ د پور ورکولو واک لري چې مخکې یې لا کانګرس بنیاد ایښی دی:

"داسې څه وخت نه دی ټاکل شوی چې ورته اړتیا وي یا یو محدود رقم وي، خو موږ پرېکړه کړې ده چې تر 50 ډالرو پورې ورکولای شو".

د یورپي اتحاد د اصولو له مخې د بندیزونو نظام چې کله فنډونه کنګل کوي په هرو شپږو میاشتو کې د بلاک د 27 غړو هیوادونو ته پکار ده چې په اتفاق سره دا پرېکړه نوې کړي.

د بایډن د ادارې اعلی چارواکي وویل جرمني، فرانس، ایټلي، یورپي کمیشن او یورپي کونسل مشر او د یورپي اتحاد د غړو هیوادونو مشرانو ژمنه کړې چې فنډونه کنګل کړي او د یورپي اتحاد د بشپړ غړیتوب د منظورۍ غوښتنه به کوي.

صدر بایډن په تېره اپرېل میاشت کې د روس د شاوخوا پینځه ارب ډالرو شتمنۍ د ضبطولو قانون لاسلیک کړ چې د امریکې په مالي ادارو کې کنګل شوې دي. د رسو د کنګل شوې شتمنۍ لویه برخه 190 ارب ډالر په بلجیم کې دي او پاته په فرانس او جرمني کې دي.

د امریکا او اوکراین امنیتي تړون

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي او بایډن د پنجشنبې- زیارت په ماښام تر خپل منځ یو جلا دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له اوکراین سره د امریکې ملاتړ په ګوته کوي.

په دې لس کلن تړون کې راغلي دواړه غاړې به د اوکراین د باور وړ دفاعي او د روس د مخنیوي د وړتیا جوړولو او ساتلو، په جګړه کې د اوکراین د اوږدې مودې د صلاحیت د پیاوړتیا او داسې په انصاف ولاړې سولې لپاره په ګډه کار کوي چې د نړیوال قانون له مخې د اوکراین د حقونو درناوی وکړي.

په تړون کې دا هم ویل شوي چې دواړه به په راتلونکي وخت کې د روس د ممکنه برید په صورت کې له یو بل سره په لوړه کچه سلا مشورې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG