لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جي سېون تنظیم خارجه وزیرانو په روس غږ وکړو چې اوکراین نه دې ځواکونه وباسي


د جاپان خارجه وزیرات د غونډې په اړه بیان شایع کړو چې په کې وغوښتل شول چې روس دې په بېړنۍ توګه او بغیر د څه شرط خپل ځواکونه او پوځي ساز اوسامان د اوکراین نه وباسي
د جاپان خارجه وزیرات د غونډې په اړه بیان شایع کړو چې په کې وغوښتل شول چې روس دې په بېړنۍ توګه او بغیر د څه شرط خپل ځواکونه او پوځي ساز اوسامان د اوکراین نه وباسي

د جي سېون تنظیم د رکن ملکونو خارجه وزیرانو د ګل، دوشنبې، په ورځ په روس غږ وکړو چې اوکراین نه دې خپل ځواکونه ستانه کړي او ژمنه يې وکړه چې په روس لګول شوي اقتصادي پابندیو د سختولو په لړ کې به د یو بل سره همکاري کوي.

د جي سېون ملکونو خارجه وزیرانو په جاپان کې غونډه وکړه.

د جاپان خارجه وزیرات د غونډې په اړه بیان شایع کړو چې په کې وغوښتل شول چې روس دې په بېړنۍ توګه او بغیر د څه شرط خپل ځواکونه او پوځي ساز اوسامان د اوکراین نه وباسي.

د جاپان خارجه وزیرهیاشي یوشيماسا په دې خبره ټینګار وکړو چې په روس بندیزونه عملي کولو په لړ کې ضروري ده اتحادي ملکونو خپل منځو کې متحد وسي.

د جي سېون خارجه وزیرانو د روس صدر ولادېمېر پوټن د تېرې میاشتې د دې اعلان غندنه وکړه چې روس به په بېلاروس کې ټېکټیکل یا په وړه کچه چلېدونکي اېټمي وسلې وګماري.

د جي سېون بیان وویل د صدر پوټن اېټي بیان بازي غیر ذمه وارانه او د قبلولو وړ نه ده.

د روس په شمول جي سېون تنظیم پخوا جي جي اېټ و خو په کال ۲۰۱۴ کې چې روس د کرایمیا سیمه ونیوله او ضم یې کړه نو د تنظیم نه وویستل شو او دا ډول جي اېټ جي سېون ایا د اتوو په ځای د اووه ملکونو تنظیم پاتې شو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د روس وتلي مخالف ولادېمېر کارا مورزا ته د بغاوت په الزام ۲۵ کاله د قېدا سزا ورکړه. هغه په اوکراین د روس د یرغل مخالف دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG