لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروی: د پاکستانیانو اکثریت د عمران خان په لېرې کېدو خوشحاله دي



نظر پوښتنې موندلي چې ۵۷ فیصد پاکستانیان په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحریک په نتیجه کې د عمران خان د حکومت په ختمیدو خوښ وو
نظر پوښتنې موندلي چې ۵۷ فیصد پاکستانیان په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحریک په نتیجه کې د عمران خان د حکومت په ختمیدو خوښ وو

په پاکستان کې په یوه سروی یا نظر پوښتنه کې د برخه اخیسونکو پاکستانیانو اکثریت د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه د عمران خان په لېرې کېدو خوښي څرګنده کړې ده خو د عمران خان د حکومت په ختمیدو تر ټولو زیاته خفګان په خېبرپښتونخوا کې څرګنده کړی شوی دی.

ګېلپ نومې ادارې د خپلې سروی نتېجې د ټوېټر دلارې شریکې کړي دي.

نظر پوښتنې موندلي چې ۵۷ فیصد پاکستانیان په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحریک په نتیجه کې د عمران خان د حکومت په ختمیدو خوښ وو.

د عمران خان په تګ خوشحالي کونکو د دې بنیادي سبب په ګرانۍ قابو موندلو کې د هغه د حکومت ناکامي بللې ده.

۴۳ فیصد کسانو د عمران خان د حکومت په ختمېدو خفګان څرګند کړی دی.

د سروی ترمخه هغه کسان چې اقتدار نه د عمران خان په لېرې کېدو یې د خفګان څرګندونه کړې، وايي عمران خان یو دیانتدار تن او ښه مشر و.

ګېلپ وویل د منځنۍ درجې یا اعلا تعلیم یافته ښځو او سړو اکثریت د عمران خان د حکومت په ختمېدو غصه وو او په دط لړ کې تر ټولو زیات افسوس په خېبر پښتونخوا کې موندل کېدو او نوي ووټران یا ځوانان هم په دې اړه خفه وو.

ګېلپ وویل سروی یې د ټېلې فون دلارې د پاکستان په ۱۰۰ ضلعو کې کړې ده او ۱۰۰۰ ښځو او سړو پکې شرکت کړی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG