لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاهره کې د غزه ډزبندۍ په سر خبرې روانې دي؛ اسرایل په فلسطیني سیمو بمباري کړی


د فلسطیني چارواکو په وینا د اتوار/ یکشنبې په ورځ د حماس ډلې مشرانو او د مصري او قطري مرکچیانو ترمنځه په غزه کې د ډزبندۍ په سر خبرې اترې روانې وې، خو لا هم په دغه خبرو اترو کې کوم پرمختګ نه دی شوی. د رپورټونو تر مخه اسلامي وسله واله ډله حماس لا هم په خپل هغه دریځ ولاړه ده چې د کوم قسمه معاهدې لپاره پکار ده چې په غزه کې جګړه ختمه شي.

یو فلسطیني چارواکي چې د سولې دغه خبرو اترو نه خبر دی ویلي، د حماس یوه ډله قاهرې ته رسېدلې چې کومې لوظنامې ته ورسیږي.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نامه یې واخستل شي راېټرز خبري ادارې ته ویلي، ٫٫ هره لوظنامه چې وي چې جګړه ختمه کړي او اسرایلي ځواکونه پکې د غزه نه بهر شي، خو اسرایل دې ته نه دی تیار چې دغه غوښتنې ومني.

اسرایل بیا یوه داسې لوظنامه غواړي چې پکې د حماس لخوا تښتول شوي ۱۳۰ اسرایلیانو کې ځیني راخوشي کړی شي، خو اسرایلي چارواکو د خالي/ شنبې په ورځ داسې اشارې ورکړي چې اسرایل به د خپل لومړي دریځ نه وروسته نه شي. د دغه چارواکي تر مخه اسرایل به ٫٫ په هیڅ یو حالت کې٬٬ جګړې ختمولو او د حماس د منځه وړلو نه وروسته نه شي.

یو بل فلسطیني چارواکي بیا راېټرز خبري ادارې ته ویلي چې دغه مرکچیان٫٫ د اسرایل لخوا ډزبندۍ ته غاړه نه اېښودو په سر د چېلنجونو سره مخ دي.٬٬ خو زیاته کړې یې ده چې د حماس غړي لا هم په دې هیله په قاهره کې دي چې نور مرکچیان به اسرایل خپل دریځ بدلولو ته مجبوره کړي.

بل اړخ ته د فلسطین د صحت چارواکو او عیني‌ شاهدینو ویلي چې اسرایلي جنګي جهازونو او ټینکونو په فلسطیني سیمو بمباري کړې چې ګڼ شمېر کسان یې وژلي او ژوبل کړي.

د اسرایل او حماس تر منځه دا جګړه د اکتوبر میاشې په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د ناڅافي برید وروسته شورو شوې. اسرایلي چارواکي وايي د حماس وسله والو په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسرایلیان وژل شوي او ۲۵۰ یې تښتولي دي.

د دغه برید په ځواب کې د اسرایل لخوا په غزه برید او بمبارۍ کې د فلسطیني چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳۴۶۰۰ فلسطینیان وژل شوي او د ۷۷۰۰۰ نه زیات ژوبل شوي. د اسرایل په دغه بمبارۍ کې د غزه تړانګې لویه برخه ویجاړه کړې او دغلته بشري ستونزه پېدا شوې.

مصري چارواکو ویلي چې د امریکا استخباراتي ادارې سي ايي ای ډاېرېکټر ویلیم برنس چې د ډزبندې په لومړیو خبرو کې شامل وو، د جمعې په ورځ قاهرې ته رسیدلی. د نورو غربي هیوادونو او اسرایل په شان واشنګټن هم حماس یوه ترهګره ډله ګڼي او د دزبندۍ لپاره کومې لوظنامې ته د رسیدو غږ یې کړی.

په اسرایل کې بیا د خالي/ شنبې په ورځ په زرګونو اسرایلیانو د وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو د حکومت پرضد احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې چې د هغه حکومت دې د نورو یرغمالي اسرایلیانو د راخوشي کولو لپاره د حماس سره ډزبندي وکړي او دغه اسرایلیانو دې کورونو ته راستانه کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG