د غزه د صحت وزارت ویلي د اسرایل په حمله کې لږ تر لږه 104 کسان په داسې مهال وژل شوي چې په سلګونو خلک د امداد په انتظار د غزه په مغربي برخه کې رایوځای شوي وو.
اسرایلي پوځ په یو بیان کې وویل په سلګونو کسان په شمالي غزه کې ټرکونو نه امدادي سامان د اخیستلو په مهال په ټېل ماټېل کې زخمیان شول.
اسرایلي پوځ وویل د پېښې تحقیقات کوي.
اسرایلي پوځ په شمالي غزه کې د ځمکنیو عملیاتو او په خان یونس ښار کې د هوايي حملو خبر هم ورکړو.
د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د اسرایلي پوځ په عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېره 30035 او د زخمیانو تعداد 70457 ته ورسېدو.
په اسرایل د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي او تر د 250 پورې نور حماس یرغمال نیولي وو.
امریکې، برطانیې او یورپین یونین حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشر والکر ټرک د اسرایل او حماس په جنګ کې ښکېلو ټولو فریقېنو جنګي جرمونه کړي دي. هغه زیاته کړه چې وخت راغلی چې سوله، تحقیقات او احتساب وکړی شي.
د دې نه وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو په غزه کې بشري امداد تقسیموونکي او امداد ترلاسه کوونکي د ژوند د خطر نه ډکو مشکلاتو سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو ترجمان سټیون ډوراجېک د شورو، چهارشنبې، په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل په غزه کې د جنګ دلاسه د خطراتو په سبب ملګري ملتونه په تکرار د انساني خواښوږۍ په بنیاد د ډز بندۍ غوښتنه کوي.
ډوراجېک وویل دا خبره يې بې شمېره ځله کړې چې په غزه کې حالات داسې دي چې د بشري امداد کار په کې قریباً ناممکنه دی. هغه زیاته کړه چې حالات دوی د کار نه شي ودرولی.
اسرایل د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په جنوبي لبنان کې يې د حزب الله د وسلو مرکزونه په هوايي حملو کې په هدف کړي دي او د لبنان نه د اسرایل په لوري ويشتل شوي ګڼ شمېر راکټونه یې تباه کړي دي.
اسرایلي پوځ د غزه په شمال او په جنوب کې په خان یونس ښار کې د تازه هوايي حملو خبر هم ورکړو.
د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایل، حماس او د قطر مرکچیانو د امریکايي صدر جوبایډن دا خبره رد کړه چې د ډز بندۍ او د حماس د ولقې نه د یرغمالانو د ازادۍ په اړه نوی تړون په زر وشي.
حماس د روژې په میاشت کې د 40 ورځو د ډز بندۍ په تجویز غور کوي. اسرایل په پېرس کې د مذاکراتو په مهال دغه تجویز سره متفق شوی دی.
دواړه فريقېن په قطر کې استازي لري چې په دې لړ کې په تفصیلاتو کار وکړي. د قطر د خارجه وزارت ترجمان مجید الانصاري په هغو مسلو کار دوام لري چې معاهدې ته د رسېدو لار یې نیولې ده. هغه امید څرګند کړو چې په څه نه څه شکل کې به تړون ترلاسه کړی شي.
د حماس یو چارواکي روېټرز خبري ادارې ته وویل ځینې لوی "خالي ځایونه" لا ډکېدل پاتې دي.
که څه هم اسرایل د ډز بندۍ په اړه د صدر بایډن په خوشبينۍ نېغ په نېغه څه تبصره نه ده کړې او د حکومت ترجمان (نې) ټال هېنرېک وویل اسرایل تیار دی خو پوښتنه دا ده چې ایا حماس هم تیار دی او که نا؟ اسرایلي ترجمان (نې) زیاته کړه چې حماس ته پکار ده چې غېر منقتي مطالبې نه کوي.
بایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته ویلي وو امید کوي چې د مارچ د څلورمې نېټې پورې په ډز بندي وشي. هغه د اېن بي سي ټېلې وېژن په یو پروګرام کې وویل د روژې میاشت راروانه ده او اسرایلیان په دې خبره متفق دي چې په رمضان کې به څه فعالیتونه نه کوي او دا به یرغمالان د ازادولو دپاره وخت هم پېدا کړي.
یوې سرچينې ویلي د پېرس د امن په مجوزه تجویز کې دا خبره هم شامله ده چې حماس به د اسرایل د قېد نه سلګونو فلسطیني قېدیانو د ازادۍ په بدل کې ځینې یرغمالان ازاد کړي، فلسطنیانو دپاره به په غزه کې امداد زیات کړی شي او اسرایل به د غزه د زیاتې ابادۍ علاقو نه ځواکونه وباسي.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې عارضي جنګ بندي به اسرایل حماس د ختمولو دپاره په رفح کې د عملیاتو نه و نه دروي.
Forum