لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت وزارت: په غزه کې جنګ دلاسه د وژل شویو کسانو شمېره د ۴۵۰۰۰ نه زیاته شوه


د دسمبر د ۱۳ نېټې په دې تصویر کې په النصیرت کېمپ کې د اسرایل د بمبارۍ وروسته صورتحال لیدل کېږي
د دسمبر د ۱۳ نېټې په دې تصویر کې په النصیرت کېمپ کې د اسرایل د بمبارۍ وروسته صورتحال لیدل کېږي

د غزه د صحت وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په سیمه کې د حماس خلاف د اسرایل په جنګ کې د وژل شویو کسانو شمېره د ۴۵۰۰۰ نه زیاته شوې ده.

وزارت وویل په جنګکې ۱۰۷۰۰۰ فلسطینیان زخمیان شوي هم دي.

د غزه د صحت وزارت وايي وژل شوي زیاتره ښځې او ماشومان دي خو په دې اړه معلومات نه واضحه کوي چې د وژل شویو کسانو څخه څومره وسله وال دي.

اسرایلي چارواکي وايي په غزه کې يې د زرګونو په شمېره کې وسله وال وژلي دي.

د غزه د صحت وزارت د مرګ ژوبلې په اړه د روزانه په معلوماتو کې وویل تېره ورځ ۵۲ کسان وژل شوي وو.
د شهري دفاع او د هسپتال د چارواکو په وېنا د اتوار، یکشنبې، په ورځ اسرایل په شمال کې په غزه ښار، په جنوب کې په خان یونس او د غزه په مرکزي سیمه کې په النصیرت کېمپ حملې وکړې.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د اسرایل پوځ وویل د اتوار، يکشنبې، د ورځ په عملیاتو کې په النصیرت کېمپ کې د حماس په کمانډ او کنټرول مرکز حمله هم شامله وه.

اسرایل وايي حماس د ملکي ابادۍ نه عملیات کوي خو فلسطینیان او د انساني حقونو تنظیمونه وايي اسرایلي پوځ ملکي خلک زیان ته د محفوظ ساتلو دپاره مناسب ګامونه نه پورته کوي.

د اسرایل او د حماس جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی.

امریکې، برطانيي، يورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG