اسرایلي ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ورځ په غزه هوايي بمباري کړې او د سیمې اوسېدونکو ویلي د غزه په مرکزي او جنوبي برخو کې د اسرایل او حماس ترمنځ درنه جګړه شوې.
د نهې، سه شنبې، په ورځ جګړه د غزه په مرکزي علاقه البریج او په جنوب کې په خان یونس کې شوې، چې د غزه دویم لوی ښار دی.
اسرایلي پوځ په جنوبي لبنان کې د حزب الله وسله والو خلاف د هوايي حملو خبره کړې ده. حزب الله د حماس اتحادي ډله ده او د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې یې په سرحد د اسرایلي ځواکونو سره د ډزو تبادله کړې ده.
اسرایل دا هم وویل چې د شام د خاورې نه د حملو په جواب کې یې په شام کې د شام د پوځي بنیادي اسانتیاوې په هدف کړي دي.
د شام سرکاري خبري ادارې وویل د سرښار دمشق په مضافاتو کې د اسرایل په یو شمېر هوايي حملو کې مالي نقصان شوی دی.
اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ د حماس خلاف جنګ کې د نوي پړاو د شروع کولو اعلان وکړو او ويې وېل په غزه کې په د عسکرو شمېره کموي او د حماس په ضد به زیات هدفي عملیات کوي.
اسرایلي پوځ په خپل بیان کې وویل غزه نه د ځواکونو د ستنولو دلارې په اقتصادي بار هم کم شي او اینده کال عملیاتو دپاره به عسکر زیات قوي شي. د غزه د اوسېدونکو په قول اسرایل د سیمې د ځینو علاقونه ټېنکونه ووېستل.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته چې په کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۴۰ پورې نور کسان یرغمال نیول شوي وو، اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف پوځي عملیات شروع کړي دي.
د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه، په غزه کې تر ۲۲۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. وزارت په وژل شویو کسانو کې د وسله والو او د ملکي کسانو تفریق نه کوي خو وايي ۷۰ فیصد کسان ښځې او ماشومان دي.
امریکې، برطانيې، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
د ملګرو ملتونو ترمخه، د غزه د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ ۸۵ فیصد برخه بې کوره شوې ده. ملګرو ملتونو په فلسطیني علاقه کې د لوږې او ناروغو په اړه خبرداری کړی دی.
Forum