لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمشرقي پاکستان دبېلیدو په هکله دجنرال باجوه وینا ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ښودل شوې


د جنرل باجوه د تقریر په اړه د پاکستان پیپلز ګوند یو مرکزي مشر فرحت الله بابر په طنزیه توګه په ټویټر لیکلي دا دپوځ شکست نه بلکې کامیابي وه، یوازې ولس او سیاست مدارانو ماتې خوړلې وه او دا دې د مطالعه پاکستان په نصاب کی شامل کړی شی
د جنرل باجوه د تقریر په اړه د پاکستان پیپلز ګوند یو مرکزي مشر فرحت الله بابر په طنزیه توګه په ټویټر لیکلي دا دپوځ شکست نه بلکې کامیابي وه، یوازې ولس او سیاست مدارانو ماتې خوړلې وه او دا دې د مطالعه پاکستان په نصاب کی شامل کړی شی

دپاکستان دپوځي سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه دې بیان چې په کال 1971م کې د مشرقي پاکستان جدا کیدل سیاسي ناکامي وه ، په سوشل میډیا سخت غبرګون راپارولي اؤ په ټولنیزو رسنیو داسې غوښتنې هم مخې ته راغلي دي چې دجنرال باجوه ددې څرګندونو نه وروسته باید اوس دپاکستان تاریخي نصاب کې بدلون راوستل شي.

سیاسی څیړونکی وایي، 1971م دپېښې په مهال پاکستان کې د پوځي امرانو حکومت وو او د پخواني مشرقي پاکستان (موجوده بنګله دېش) دبېلیدو زیاتې ذمه وارۍ په پوځی مشرانو پریوځي.

دوی وایي په سیاسي ګوندونو او مشرانو دا ذمه وارۍ پریوځي چې پوځي ادارو ته یې اهمیت ورکړی و. څېړونکي زیاتوي په هغه وخت کې د سیاسي وجوهاتو سیاسې لارې لټول پکار وو.

د پاکستان پیپلز ګوند یو مرکزي مشر فرحت الله بابر په طنزیه توګه په ټویټر لیکلي دا دپوځ شکست نه بلکې کامیابي وه، یوازې ولس او سیاست مدارانو ماتې خوړلې وه او دا دې د مطالعه پاکستان په نصاب کی شامل کړی شی .


د پیښور پوهنتون د علاقایې زدکړو د مرکز پخوانی مشر ډاکټر سرفراز وي او ای ډیوه ته وایي په هغه وخت کی پوځي حکومت و او د انتخاباتو وروسته ولس د هغه وخت سیاسي ګوند عوامی لیګ کامیاب کړی و خو حکمرانانو په جمهوری توګه د اقتدار منتقل کولو څخه ډډه کړې وه.

"هغه وخت دپوځي حکمران جنرل یحیی خان حکومت و مارشل لا وه اول یې ازاد انتخابات نه کول او چې کله انتخابات وشول اؤ کومې پارټۍ پکې وګټله نو بیا یې دهغې اکثریت ی نه منلو، د اسمبلۍ اجلاس یې نه راغوښتو او واک یې هم نه ورکولو او د هغې نتیجه کې پاکستان مات شو"

د فواد یوسفزي په نوم دټولنیزو رسنیو فعال په فیس بک لیکلي د کال 1971نه یوولس کاله وړاندې د پوځي امر جنرل ایوب خان حکومت و چې له وجې یې د ملکي سیاسي نظام جرړې کمزورې شوې وې خو اوس یو جرنیل دا پېښه سیاسي ناکامي بلي. سیاست باید بدنام نه کړل شي.

خبریال حق نواز خان د ټویټر د لارې وایي د پاکستان بد قسمتي ده چې دلته څوک هم خپلو ناکامو منلو ته تیار نه دي، افسر شاهي ، پوځ، عدلیه او سیاست مداران ټول ددې ذمه وار دي.

هغه وایي "ته وایې چې سیاست مداران ذمه وار وو یا سیاسي عوامل وو نو ددې سیاسی حل پکار و، پوځي حل یې نه و پکار اوس هم په پاکستان کې د بنګالیانو په څېر مختلف قامونه ستونزې لري او هغه هم سیاسي حل ته اړتیا لري"

په پاکستان کې له اوږدې مودې راهسې په پاکستان پوځ نیوکې کیږي چې دوی په ملکي سیاست کې لاس وهنه کوي اؤ تېره ورځ دپوځ مشر جنرال قمرباجوه خپل الوداعي خطاب کې پخپله هم نه یوازې دپوځي مداخلې اعتراف کړی ؤ بلکې دا یې غیراییني عمل هم بللی و خو ویلي یې وؤ داپریل دمیاشتې نه پوځ سیاست کې لاسوهنه پرېښودې ده.

د خیبر پختونخوا دباچا خان پوهنتون پخوانی وایس چانسلر ډاکټر فضل رحیم مروت وایي په سیاست مدارانو ذمه واري ځکه راځي چې دوي ملکي ادارو ته په سیاست کې د لاس وهنې اجازه ورکړې او تر اوسه یې د تاريخ نه زده کړې نه دي کړي.

"کله چې هم سیاسي او ولسي ادارو ته په صفر کې ضرب ورکول کیږي بیا به نورې ادارې مضبوطې وي او باید چې سیاست مداران او پوځ د تاریخ نه زده کړې وکړي"

په 16م دسمبر کال 1971م کې مشرقي پاکستان دبنګله دېش په نوم یو ازاد هیواد جوړ شو چې بنیادي وجوهات یې سیاسي محرومۍ ګڼل کیدلې او ددغه پېښې دڅېړلو لپاره وروستو هغې حمود الرحمان کمېشن هم جوړ کړی شوی و خو د هغې پلټنې په رسمي توګه تر دې وخته ولس سره نه دي شرېکې کړل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG