لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال منیر د پاکستاني پوځ د مشر په حېث د امریکې وړمبۍ دوره کوي


د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د بیان ترمخه د پاکستاني پوځ د مشر په حېث امریکې ته دا د جنرل عاصم منیر وړمبی سفر دی د سرکاري دورې په مهال به هغه د امریکې د اعلا پوځي او حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کوي
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د بیان ترمخه د پاکستاني پوځ د مشر په حېث امریکې ته دا د جنرل عاصم منیر وړمبی سفر دی د سرکاري دورې په مهال به هغه د امریکې د اعلا پوځي او حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کوي

د امریکې د خارجه چارو د اعلا چارواکو د پاکستان د سفر نه پس د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د امریکې په سفر دی اؤ څیړونکي وایې په موجوده وخت کې د افغان کډوالو د ویستلو نه علاوه هم په ډیرو مهمو معاملو امریکا د پاکستان مرستې غواړي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د بیان ترمخه د پاکستاني پوځ د مشر په حېث امریکې ته دا د جنرل عاصم منیر وړمبی سفر دی د سرکاري دورې په مهال به هغه د امریکې د اعلا پوځي او حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کوي. د پوځ په بیان کې دا نه دي وېل شوي چې د امریکايي مامورینو سره د جنرال منیر د ملاقاتونو موضوع به څه وي؟

څیړونکي وايي چې د امریکې اؤ د پاکستان ترمینځ دفاعي تعالقات ډیر اهم دي اؤ پاکستان د خپل دفاعي ضرورتونو د پاره د امرېکې مرستو ته اړتیا لري.

د نړیوالو تعلقاتو ماهر پروفېسر منورحسین امریکې ته د جنرال منیر د سفر په اړه وايي د پآکستان اؤ امریکې دفاعي تعلقات د کال نورلس سوه پنځوسم د لسیزې راهسې دوام لري اؤ امریکې د پاکستان په دفاع اؤ معیشت کې ېو مهم کردار ادا کړی دی. هغه زیاته کړه چې په موجوده وخت کې هم پاکستان په ډیرو خبرو کې د امرېکې مرستو ته اړتیا لري او امریکا د ايي اېم اېف په شان په نړیوالو مالیاتي ادارو اثر لري او پاکستان د دغو مالیاتي ادارو مالي مرستو ته ضرورت لري.

جنرال عاصم منیر د امریکې سفر په داسې حال کوي چې په نیزدې ورځو کې د امریکې د خارجه محکمې درې اعلا چارواکو د پاکستان سفرونه وکړل اؤ رپورټونه وايې پاکستان ته د سفر په مهال امریکايي چارواکو د خپلو پاکستاني هم منصبانو سره د افغانستان او په نورو اړونده موضوعاتو خبرې وکړې.

ځينې ماهرین ګڼي چې په افغانستان کې د امریکې د حریف ملک چین د زیاتېدونک اثر او رسوخ په سبب واشنګټن دپاره د اسلام اباد اهمیت بیا زیات شوی دی.

د نړیوالو امورو څېړونکي پروفېسر خورشید احمد وايي طالبان د بیا واکمنېدو نه پس چین په افغانستان کې لوی ترقیاتي منصوبې پیل کړې دي اؤ دا ټولې داسې خبرې دي چې امریکا پې اندیښنې لري او په دې تناظر کې په موجوده وخت امریکې د پاره د پاکستان اهمیت ېو ځل بیا زیات شوې دې.

څیړونکي وایي امریکې ته د جنرال منیر په دوره کې د سیمې د امنیت په حقله هم د خبرو امکان دی.

څېړونکی پروفېسر عرفان اشرف وايي په دې سیمه کې د امریکې مفادات موجود دي، په افغانستان کې د چین زیاتیدونکي‌ دلچسپۍ ته هم امریکا د ډیر نیزدې نه ګوري اؤ غواړي ددې مخه ونیسي.

پروفېسر عرفان اشرف وايي امریکا په دې اړه هم اندیښنې لري چې د افغانستان پاکستان په سیمه کې القاعده اؤ نور ترهه ګر تنظیمونه اوس هم وجود لري اؤ امریکا غواړي چې د دې ترهګر تنظیمونو په ضد پاکستان سره په شریکه کار وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG