لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جيو نيوز لائسنس معطل ، پېمرا ته د جيو او جنگ گروپ د ۵۰ اربه روپو هرجانې نوټس


که چرته جيو په دوهم ځل دغه رنگ غلطي کوي نو بيا به يې لائسنس په مکمله توگه ختم کړی شي .
که چرته جيو په دوهم ځل دغه رنگ غلطي کوي نو بيا به يې لائسنس په مکمله توگه ختم کړی شي .

د پاکستان اليکټرانک ميډيا ريگوليرټي اتهارټۍ (پېمرا) يا د اليکټرانک ميډيا د څارنې ادارې نن د زيارت په ورځ د شخصي ټيلي ويژن چينل جيو نيوز لائسنس د ۱۵ ورځو دپاره د معطل کولو پرېکړه کړې ده ، او يو کروړ روپۍ جرمانه يې پرې لگولې ده .
بل لور ته جيو او جنگ گروپ دغې مطبوعاتې ادارې ته د غدار وئيلو په سر د دفاع وزارت ، ائي اېس ائي او پېمرا ته د ۵۰ اربه روپو د هرجانې نوټس ورکړی دی .
د پېمرا د وياند ترمخه د جيو نيوز په ضد د دفاع وزارت لخوا د جيو نيوز په ضديو خواست شوی ؤ ، او په هغې باندې نن د جمعې په ورځ د پېمرا د قائم مقام مشر پرويز راټهور په مشرۍ کې غونډه کې پرېکړه شوې ، او د جيو نيوز لائسنس د ۱۵ ورځو دپاره معطل کړی شوی او يو کروړ روپۍ جرمانه پرې لگول شوې ده .
راپورونه وايي د پېمرا په دغې غونډه کې سرکاري غړو گډون کړی ، او د پېمرا پرائيويټ غړي دغې غونډې ته نه دي ورغلي .
د جيو او جنگ گروپ د ادارې لخوا د خپريدونکو اردو او انگرېزۍ ژبې ورځپاڼو کې نن چهاپ شوي يو خبر کې وئيل شوي ، چې وزارت دفاع ، ائي اېس ائي او پېمرا بغېر د څه ثبوته ادارې ته غدار وئيلي ، ځکه جيو او جنگ گروپ دغو ادارو ته د ۵۰ اربه روپو د هرجانې نوټس جاري کړی دی .
په نوټس کې زياته کړی شوې ده چې خبري ادارې په ۱۴ ورځو کې عامه معافي غوښتې وه ، او د وزارت دفاع شکايت د جيو نيوز په ضد ؤ او په دغې آړ کې د جيو گروپ نورې ټولې ټي وي چېنلې بندې کړی شوي دي چې له امله يې ادارې ته لويې مالي زيان اوړېدلی ، او په اداره کې کار کوؤنکو په زرگونو صحافيانو ته د ژوند خطرې راپېښې شوي دي .
د جيو او جنگ گروپ لخوا د جون په پينځمه نېټه د دفاع وزارت د لارې مرکزي حکومت ، د پاکستان استخباراتي ادارې ائي اېس ائي او پېمرا ته په جاري شوي نوټس کې وئيل شوي چې دغه ټولې ادارې دې په بې ثبوته تورونو پورې کولو او په زرگونو کارکوؤنکو زندگۍ په خطره کې اچولو په سر د گروپ او کارکوؤنکو نه سرعام معافي وغواړي .
نزدې دوه اوونۍ وړاندې د پېمرا پينځه پرائيويټ غړو د جيو نيوز، جيو تيز او جيو انټرټينمنټ د لائسنسونو د معطل کولو سفارش کړی ؤ ، خو وروستو بيا د پېمرا وياند دغه غونډه غېر قانوني گرځولې وه .

د جيو نيوز په ضد اورول شوې ننۍ فېصله کې د ۱۵ ورځو د لائسنس معطل کولو او يو کروړ روپۍ جرمانې ورکولو سره زياته کړی شوې ده ، چې څو پورې جيو جرمانه نه وي ورکړي لائسنس به يې معطل وي . او که چرته جيو په دوهم ځل دغه رنگ غلطي کوي نو بيا به يې لائسنس په مکمله توگه ختم کړی شي .
د پېمرا پرائيويټ غړي فريحه افتخار وئيلي ، د غونډې په اړه ورته تېره شپه خبرداری ورکړی شوی ؤ ، يو بل غړي اسرار عباسي وئيلي د پېمرا دغه پرېکړه غېرقانوني ده او هغه به يې په ضد عدالت ته ځي . نوموړي دا هم وئيلي چې په دغه فېصله سياست شوی دی ، او دويې د جيو په اړه د جون په ۱۷م نيټه غونډه رابللې ، او په هغې کې به دويې د جيو په اړه فېصله کوله .
بل لور ته د جيو لخوا د پېمرا د پرېکړې په غبرگون کې وئيل شوي ، چې پېمرا د جيو نيوز درېز نه دی اورېدلی ، او جيو ته پېمرا د تېرو ۴۵ ورځو راهسې سزا ورکوي . جيو وئيلي چې دويي معافي هم غوښتې وه خو د هغې باوجود يو طرفه فېصله اورول شوې ده ، او په ۴۵ ورځو کې جيو ته دوه اربه روپۍ تاوان اوړېدلی دی .

د جيو نيوز په ضد د دفاع وزارت لخوا د هغې وروستو خواست شوی ؤ ، چې کله په وتلي صحافي حامد مير باندې د اپريل د مياشتې په ۱۹م نيټه کراچۍ کې وژونکې حمله شوې وه ، او د حملې وروستو د حامد مير مير ورور بيا د پاکستان په استخباراتي اداره ائي اېس ائي او د دغې ادارې په مشر تور پورې کړی ؤ ، چې حامد مير ورته وئيلي که حمله پرې وشوه ، دا پرې ائي اېس ائي او د دغې ادارې مشر لفټننټ جنرال ظهېرالاسلام کړي وي .
د جيو نيوز لخوا د دغې خبر د ائي اېس ائي د مشر د عسکونو سره د چلېدو وروستو بيا د دفاع وزارت پېمرا ته په خواست کې وئيلي ؤ ، چې جيو د يوې ملکي ادارې په ضد د سپکاوي مواد خپاره کړي ، چې داسې کول ورته نه ؤ پکار .
د دفاع وزرات پېمرا ته په خواست کې وئيلي ؤ چې د جيو نيوز نشريات دې په فوري توگه وځنډول شي ، او په دغې لړ کې د حقايقو مالومولو وروستو د جيو د لائسنس ختمولو ختمولو غوښتنه شوې وه .

د دې ترڅنگ د پاکستان په ځايي نورو ټي وي چينلو هم د جيو ټي وي په ضد خبرې پېل شوې ، او د ملک په مختلفو برخو کې د مذهبي ډلو لخوا دجيو نيوز په ضد مظاهرې هم شوې وې .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG