جرمني او یورپين يونین ویلي د ایران په پاسداران انقلاب ځواکونو د بندیزونو په اړه غور کوي خو د ایران خارجه وزارت ویلي دغه ډول پابندۍ به غیر ذمه وارانه او غیر تعميري نه وي.
د ایران د خارجه وزارت ترجمان ناصر کنعاني د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې په پاسداران انقلاب پابندۍ به د قانون خلاف ورزي وي.
د جرمني خارجه وزیرې اېنالینه بېیرباک د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل چې جرمني او یورپين یونین په پاسداران انقلاب ځواکونو د بندیزونو په اړه غور کوي. نشریاتي ادارې ای ار ډي سره مرکه کې هغې په دې اړه غور کولی شي چې پاسداران انقلاب څنګه ترهګر تنظیم وټاکل شي.
د بېیربېرباک د خبرو نه یوه ورځ وړاندې د پاسداران انقلاب ځواکونو مشر حسین سلامي په ایران کې احتجاج کونکو ته خبرداری ورکړو چې نورې مظاهرې دې نه کوي.
په ایران کې د تېرو څو هفتو راهسې د پولیس په ولکه کې د مهسا امیني د مرګ په سر احتجاجونه دوام لري. دويشت کلنه امیني د ایران اخلاقي پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې په سر سم نه و اغوستی.
د احتجاجونو د شروع کېدو نه مخکې په لومړو ورځو کې د امیني په اړه د خبرونو ورکولو په سر ایراني مامورینو دوه خبریالان نیولي دي.
د توار، يکشنې، په ورځ د ۳۰۰ نه زیاتو ایراني صحافیانو د نیول شویو همکارانو د ازادۍ غوښتنه وکړه.
خبریالي نیلوفر حامدي د امیني د مور او پلار هغه تصویر په ټوېټر خپرو کړی و چې یو بل ته يې د تسلۍ دپاره غاړه ورکړې وه او لور يې په هسپتال کې په بي هوشۍ کې په بستر وه.
خبریال الهاهي محمدي په کوردستان صوبه کې د امیني په پلرني کلي ساقیز کې د هغې د جنازې خبرونه ورکړي وو. د امیني د مرګ په سر احتجاجونه هم د دغه ځای نه شروع شوي دي.
د ایران د استخباراتو وزارت او د پاسداران انقلاب خواکونو د استخباراتو څانګې د جمعې په ورځ په یو مشترکه بیان کې په حامدي او په محمدي الزام ولګولو چې دواړه د امریکي د سي ايي ای اېجنټان دي.
روېټرز خبري اداره وايي د خبریالانو ګرفتاري د ایران دې حکومتي بیانيي سره سمون خوري چې وايي امریکا، اسرایل او نور مغربي قوتونه موجوده احتجاجونو ته لمن وهي او ایران بې ثباته کول غواړي.
رپورټ د انساني حقوقونو د له قوله وايي چې په تېرو شپږو هفتو کې ایران لږ تر لږه ۴۰ صحافیان ګرفتار کړي دي او دغه شمېره مخ په زیاتېدو ده.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز او د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارو نه اخیستل شوي دي