په ایران کې یو جرمن تن ته د مرګ سزا ورکړی کېدو په جواب کې جرمني د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې دوو ایراني سفارتکارانو ته يې جرمني نه د وتلو امر کړی دی.
د جرمني د اعلان نه یوه ورځ مخکې ایراني چارواکو اعلان وکړو چې جرمن شهري جمشېد شارمهد ته د ترهګرۍ په الزاماتو د مرګ سزا اورول شوې ده.
شار مهد چې په امریکا کې د اوسېدو اجازت نامه هم لري، ایران پې الزام لګوي چې د شاه پلوه مسلح ډلې د یوې څانګې مشري يې کوله.
د شار مهد کورنۍ ویلي هغه د حزب اختلاف د یوې ډلې ترجمان و او د ایران استخباراتو هغه وتښتولو.
د جرمني خارجه وزیرې اېنیلنا بېير بېک د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې په ایران غږ کوي چې د شار مهد د مرګ سزا ختمه کړي او هغه ته د قانون سره سم د اپيل منصافه حق ورکړی شي.
بېیربېک وویل د ایران ناظم الامور يې طلب کړی و او ورته يې وویل چې جرمني د خپل شهري د حقونو خلاف ورزي نښي زغملی.
د نهې، سه شنبې، په ورځ بیان کې بېیر بېک وویل شارمهد په مشکوکو حالاتو کط نیول شوی د منصفانه مقدمې حق نه دی ورکړی شوی.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي