لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله امریکا ته سفر کوي


د افغانستان صدر محمد اشرف غني او د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به د دې هفتې په آخره کې امریکا ته سفر کوي او په وایټ هاوس کې به له صدر جو بایډن سره وګوري.

له کله چې جو بایډن د امریکې د صدارت چوکۍ ته رسېدلی دی، دا به ړومبی ځل وي چې له افغان مشرانو سره مخامخ ملاقات کوي. همدا راز دا لیدنه په داسې وخت کې کیږي چې په نږدې آینده کې – د ستمبر تر ۱۱مې نېټې پورې – افغانستان کې د امریکا او نېټو پاته پوځیان هم له هغه ملکه راووځي او د صدر بایډن په وینا، دا «بې پایه جنگ» پای ته ورسیږي.

د وایټ هاوس ویاندې جېن ساکي د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې بایډن د افغان مشرانو «هرکلي کولو ته سترګې په لاره» دی او هغوی ته به دا یقین ورکړي چې د پوځیانو د راوتلو سره به له جګړه ځپلي افغانستان سره د امریکې سفارتکاري، اقتصادي، او بشري ملاتړ/مرستې جاري وي.

جېن ساکي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د صدر غني او ډاکټر عبدالله دا سفر به د امریکا او افغانستان ترمنځ مداومه مشارکت برجسته کړي، په داسې وخت کې چې پوځي انخلا دوام لري.»

ميرمن ساکي ټینګار وکړ چې واشنګټن «په پوره ډول د موجوده امن پروسې ملاتړ کوي او ټول افغان اړخونه تشویقوي چې د جنګ د ختمولو دپاره، په سنجیده توګه خبرو اترو کې برخه واخلي.»

د افغان صدر دفتر تر اوسه امریکا ته د افغان مشرانو د دورې په اړه څه تبصره نده کړې.

له افغانستانه د خارجي قواوو راوتل په رسمي توګه د مئې په ړومبۍ نېټه شروع شو، او ورسره جوخت په هغه هېواد کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ هم تشدد په بېساري توګه سېوا شوی دی چې د سولې سوکه بهیر ته یې سخت تاوان رسولی دی.

طالبانو په دې وروستیو څو هفتو کې لسګونه نوي ولسوالۍ نیولي دي او په دې جنګونو کې هم طالبانو او هم حکومتي عسکرو ته د سر درانه زیانونه اووښتي دي. د دې نه علاوه، ګڼ شمېر عام وګړي هم وژل شوي او یا زخمیان شوي دي، چې د کره شمېرې معلومول یې اوس ستونزمنه ده.

د جګړې په میدان کې د طالبانو دا وروستي پرمختګونه د دې سبب شو چې صدر غني د خالي/شنبې په ورځ د امنیتي ادارو ځیني مشران او د پوځ مشر کمانډر بدل کړل او نوې ټاکنې یې اعلان کړې. د حکومت منتقدینو ویل چې د جګپوړو امنیتي چارواکو ترمنځ هماهنګي نه وه نو ځکه ډېر حکومتي عسکر وژل شوي او طالبانو سیمې نیولې دي.

د نویو بدلونونو وروسته هم د اتوار/یکشنبې په ورځ طالبانو د لا زیاتو سیمو د نیولو دعوه وکړه او ویې ویل چې زیات شمېر افغان عسکر یې وژلي دي.

په کابل کې د سولې او جګړې د مطالعاتو انسټیټوټ مشر تمیم عاصي وايي چې وایټ هاوس ته د صدر غني تګ به افغان حکومت ته «ډېره اهمه حوصله افزائي او سیاسي قوت» ورکړي.

عاصي وي او اې سره خبرو کې وویل: «د دې سفر اعلان په داسې یو اهم وخت کې کیږي چې افغانستان په جنګي او سیاسي میدانونو کې ځان داسې ګڼي چې امریکا هغه یوازې پرېښودلی دی.»

د تمیم عاصي په باور، واشنګټن ته د افغان صدر د راتګ او صدر بایډن سره د هغه د لیدو اېجنډا به د دوو ملکونو ترمنځ د تعلقاتو نوي فصل او د افغان ځواکونو او سولې پروسې په برخو کې د امریکا دوامداره ملاتړ وي.

بل اړخ ته د وایټ هاوس ویانده جېن ساکي وایي چې واشنګټن به د افغان حکومت سره «ژوري رابطې وساتي چې دا یقیني کړي چې هغه هېواد (افغانستان) بیا هېڅ کله د ترهګرو ډلو دپاره د پټېدو ځای باندې بدل نشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG