لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر غني: ټاپي پروژه به بې وزلي او وزګارتیا ختمه کړي


ghani

د افغانستان صدر اشرف غني د دفتر (ارګ) لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ټاپي پروژه به د افغانستان، پاکستان او هند د پاېداره پرمختګ او انرژۍ ضرورتونه پوره کړي او په سیمه کې به بې وزلي ختمه کړي.

د صدراتي بیان تر مخه صدر اشرف غني تیره ورځ د لوړپوړي پلاوي سره د ترکمنستان سفر کړی او وروسته جمهور رئیس غني د ترکمنستان د جمهور رئیس، د پاکستان د لومړي وزیر او په بهرنیو چارو کې د هند دولت د وزیر په ملتیا د ټاپي پروژې د کار اختتامیه مراسمو کې د ګډون په موخه د غونډې تالار ته ورغو چې د څلور واړو هېوادونو لوړ پوړو پلاویو او بهرنیو ډيپلوماتانو پکې موجود وو.

د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف صدر غني او د نورو هېوادونو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ټولو ته د دغې مهمې پروژې د تطبیق مبارکي وویله.

هغه زیاته کړه، ترکمنستان د ټاپي پروژې د تطبیق ترڅنګ له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد (ټاپ)، د تورغونډۍ د اورګاډي کرښې او نوري فایبر د جوړولو پلان لري.

ښاغلي محمدوف څرګنده کړه، ترکمنستان د ګازو بډای زېرمې لري او د ګازو د صادرولو سیاست او صادراتي مسیرونه تعقیبوي، ځکه دا زموږ د هېواد لومړیتوب دی. هغه زیاته کړه، د دغو پروژو پرانیسته یو نوی پړاو او د ګازو نل لیکه د دې سیاست ښودونکې ده.

XS
SM
MD
LG