لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني: طالب مشران د ډیرو ښځو سره بهر هیوادونو کې مزې کوي


 د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور په پاکستان کې د ډورن په حمله کې ووژل شو
د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور په پاکستان کې د ډورن په حمله کې ووژل شو

افغان ولسمشر اشرف غني وايي د طالبانو هر مشر ګڼې ښځې لري او له خپلو ماشومانو سره د هیواد نه د باندې عصري ژوند کوي او کوچنیان یې معیاري تعلیم کوي خو د نورو خلکو ماشومان افغانستان ته د جګړې لپاره استوي.

ولسمشر غني دغه خبرې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت په کابل کې وکړې.

اشرف غني دا هم وویل چې د کندز لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوی والي عبدالسلام تیره ورځ ووژل شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایې چې افغانستان هیڅ یوه هیواد ته ګواښ نه دی او هیڅوک دې یې ناسمه پیژندګلوي نه کوي.

ده زیاته کړه هغه کسان چې فکر کوي افغانستان د جګړې ډګر دی دغې هیلې ته به و نه رسیږي.

ده وړاندې وویل افغانستان هیڅ یوه هیواد ته ګواښ نه دی، خو هغه کسان چې فکر وکړي افغانستان د جګړې په ډګر بدلولی شی، دغه بدمرغه هیله به قبر ته یوسې.

ولسمشر غني دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي وه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کیږي او په دې برخه کې یې شکایت افغان حکومت ته سپارلی دی.

د یوه بل خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا د ملګروملتونو د بندیزونو نوملړ ته د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده نوم ورزیاتولو لپاره د معلوماتو په راټولولو بوخته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG