د پاکستان وزیراعظم یوسف رضاگیلاني وئیلي د بلوچستان د اولس غوښتنې او ضرورتونه به د آئین د چوکاټ دننه پوره کولی شي.
ښاغلې گیلاني دا هم وویل چې بلوچستان کې د پرمختگ منصوبې ترهاغه وخت پورې نشې ترسره کیدی تر څو هلته امن نه وي پرځائي شوی.
وزیراعظم گیلاني وویل د بلوچستان په مسله د خبرو اترو د پاره حکومت به د بلوچ مشرانو په صلا د سیاسي گوندونو کانفرنس رابلي.
بلوچستان د تیرې څه مودې راهسې د ټیټې کچې یاغیتوب سره مخامخ دی. بلوچ قام پرست ډلې د صوبې په قدرتي وسیلو د صوبې زیات اختیار او زیاته صوبائي خپلواکي غواړي.
حکومتي چارواکې په وسله واله بلوچ قام پرست ډلو د حکومت خلاف د حملو الزام لگوي. او بیلتون خوښه ډلې وائي حکومت يي پلویان په خفیه توگه نیسې او وژنې.
وزیراعظم گیلاني د افغانستان په حقله هم خبرې کړې دي. هغه وویل د افغانستان د مسلې حل یواځې د پوځي طاقت استعمال نه دی بلکه د مزاکراتو د لارې هم د هیواد د کړکچ حل راویستلی کیدی شي.
د ښاغلې گیلاني د خبرو نور تفصیل تاسو اسلام آباد نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال اورنگزیب خان په رپورټ کې دلته اوریدی شۍ: