لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني : نيټو ته به د پاکستان د خپلواکۍ درناوى کول وي


وزيراعظم زياته کړه د پاکستان په قبائيلي سيمو کې دانتها خوښۍ دختمولو او داولسي ژوند دپرمختيا دپاره په دريوؤ لارو حکومت تگ کوي
وزيراعظم زياته کړه د پاکستان په قبائيلي سيمو کې دانتها خوښۍ دختمولو او داولسي ژوند دپرمختيا دپاره په دريوؤ لارو حکومت تگ کوي

د شورو په ورځ په پيښور کې دمرکزي کابينې دغونډې څخه وروستو خبريالانو سره په خبرو کې وزيراعظم گيلاني وويل پاکستان او افغانستان پخپلو کې په يو بل باور لري او دښو اړيکو پلوي دي.
هغه وويل دافغانستان صدر حامد کرزى او پخپله هغه (گيلاني) په دې خبره پوهه دي چې دې منطقې ته به ډير خلک راځي او بيرته به ځي ، خو دوي به هم دلته پاتې کيږي ځکه نو دواړه هيوادونه ديو بل دخوشحالۍ ، سوکالۍ ، امن او ثبات دپاره هڅې کوي.
د پاکستان د خاورې څخه افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو ته دسامانونو ورتيرولو په حقله ديوې پوښتنې په ځواب کې گيلاني وويل دوي د نيټو څخه غواړي چې د دې خبرې کوټلى باور ورکړي چې په راتلونکي کې به دپاکستان په خپلواکۍ بريدونه نۀ کوي.
هغه وويل کله که نيټو دغه باور پاکستان ته ورکړو نو دوي مخکې هم د نيټو سره همکاري کړې ده او بيا به يې هم کوي.
گيلاني وويل في الحال د امريکا او پاکستان ترمينځ اړيکې خړې دي ځکه نو دامريکا دلوري دپاکستان په خاوره دکيدونکو ډرون بريدونو په حقله څه نۀ شي وئيلى.
وزيراعظم زياته کړه د پاکستان په قبائيلي سيمو کې دانتها خوښۍ دختمولو او داولسي ژوند دپرمختيا دپاره په دريوؤ لارو حکومت تگ کوي.
هغه وويل په دغو لارو کې مذاکرات، قبائيلي سيمو کې دترقياتي کارونو جال خورول او قبائيلي اولس په ملي سياسي ځاندره کې رادننه کول شامل دي.
هغه وويل کوم تندلاري چې وسلې غورځوي او دامن ليکې ته ننوتل غواړي نو حکومت ورسره خبرو ته تيار دى، خو څوک چې ټوپک دلاسه نۀ ږدي هغوي سره به هيڅ رقم خبرې نۀ کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG