لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني "سارک" دنور موثره تنظيم جوړولو باور ورکړى


گيلاني "سارک" دنور موثره تنظيم جوړولو باور ورکړى
گيلاني "سارک" دنور موثره تنظيم جوړولو باور ورکړى

د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دزيارت په ورځ دجنوبي ايشيائي هيوادونو دسيمه يزې همکارۍ تنظيم ( سارک) ديو نور موثره تنظيم جوړولو لپاره دپاکستان لخوا دمکمل ملاتړ باور ورکړى دى.
دسارک 17م غونډې ته په ادو کې دوينا په مهال وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل دسيمې دخلکو دگټې لپاره دسارک دهلو ځلو دباثباته کولو ضرورت دى.
هغه وويل چې دتنظيم دژمنو او ددغو ژمنو دمکمليدو ترمينځ دخلا پوره کولو ضرورت دى.
وزيراعظم دسارک په تيرو غونډو کې داخستل شوؤ فيصلو د موثره نفاذ په ضرورت هم زور راوړو.
دسارک غونډې موضوع " بلډنگ برجز" يا سيمه ييزو تماسونو ته وده ورکولو ته په اشارې کولو سره وزيراعظم وويل مونږ ته يو والى پکار دى ، بې اتفاقي کمول پکار دي او دا چې دسيمې داولس په ستره گټه کې ژمنې مکمل پکار دي.
وزيراعظم وويل وخت راغلى دى چې سيمه کې داوبو دستونزو په شمول په ټولو چارو خبرې اترې وکړل شي.
وزيراعظم په سيمه کې دمالياتي او بيکارۍ په څانگه کې دنزدې همکارۍ لپاره دريجنل ډيويلپمنټ بينک دجوړولو تجويز هم وړاندې کړو.
پاکستاني وزيراعظم وويل ترهه گري دسيمې او ټولې نړۍ لپاره ستر چيلنج دى ، پاکستان دترهه گرۍ دخاتمې په غرض دهمکارۍ سيوا کولو لپاره دسارک لاندې دټولو هڅو مکمل ملاتړ کوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG