لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم گيلاني په ايس سي او غونډه کې گډون لپاره روس ته رسېدلی


روس ته د روانيدو نه وړاندې په چکلاله هوائي ډگر ميډيا سره خبرو کې وزيراعظم گيلاني وويل دشنگهائي مرستې تنظيم زيات مهم فورم دى او په دغه غونډه کې به امنيتي او اقتصادي معاملو ته پام گرځولى ش
روس ته د روانيدو نه وړاندې په چکلاله هوائي ډگر ميډيا سره خبرو کې وزيراعظم گيلاني وويل دشنگهائي مرستې تنظيم زيات مهم فورم دى او په دغه غونډه کې به امنيتي او اقتصادي معاملو ته پام گرځولى ش

د شنگهائي مرستې تنظيم يا ( ايس سي او ) غونډه کې گډون لپاره د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني داتوار په ورځ دروس سينټ پيټرس برگ ښار ته په دوه ورځنۍ دوره رسيدلى دى.
روس ته د روانيدو نه وړاندې په چکلاله هوائي ډگر ميډيا سره خبرو کې وزيراعظم گيلاني وويل دشنگهائي مرستې تنظيم زيات مهم فورم دى او په دغه غونډه کې به امنيتي او اقتصادي معاملو ته پام گرځولى شي.
وزيراعظم وويل ايس سي او هيوادونه به په سيمه ييز انفراسټرکچر، تماسونو، دانرژۍ په منصوبو او دخپل مينځي گټو دنورو خوښۍ په معاملو خبرې اترې کولى شي.
دايس سي او غونډه به سبا ترسره کيږي او يوسف گيلاني به په روس کې دروس او چين دوزيراعظمانو سره هم ليدنه کوي.
گيلاني به دغه غونډه کې گډون د روسي وزيراعظم ولاديمير پيوټن په بلنه کوي.
وزيراعظم گيلاني وويل چې هغه به دروسي وزيراعظم سره په دريم ځل ليدنه کوي ، په دغه مهال دگيس په درامد او دپاکستان سټيل ملز پسې مربوطو نورو چارو باندې به خبرې اترې کولى شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې وزيراعظم وويل چې تجارت دسيمه ييزې مرستې يو مهمه برخه ده.
هغه وويل چې پاکستان دوړاندې څخه افغانستان سره په ټرانزټ ټريډ تړون لاسليک کړى او دمرکزي ايشيائي رياستونو سره تجارت ته دنورې ودې ورکولو لارې چارې لټوي.
هغه وويل چې دپاکستان گاونډي هيوادونو سره تجارت ته ودې ورکولو ته به پام گرځولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG