لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر زرداري سره دجنرل خالد او وزيراعظم گيلاني ليدنې


صدر زرداري سره دجنرل خالد او وزيراعظم گيلاني ليدنې
صدر زرداري سره دجنرل خالد او وزيراعظم گيلاني ليدنې

دپاکستان صدر اصف علي زرداري سره وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني او دگډو ځواکونو دکميټې چئيرمين جنرل خالد شميم وائين ليدنې کړې ده.

دسپريم کورټ لخوا وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ته دعدالت دسپکاوي دنوټس جاري کولو وروستو په ايوان صدر کې دوزيراعظم گيلاني او صدر اصف علي زرداري ترمينځ ليدنه شوې چې پکې دهيواد په تازه سياسي صورتحال خبرې اترې شوي دي،. په دغه موقع دپيپلز پارټۍ يو شمير لوړپوړي مشران هم موجود وؤ

دگډو ځواکونو دکميټې مشر جنرل خالد شميم وائين هم صدر زرداري سره په ايوان صدر کې ليدنه کړې ده او هغه سره دپوځ په پيشه وارانه چارو خبرې اترې کړي.

تيره اوونۍ دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني هم صدر اصف علي زرداري سره ليدنه کړې وه.

په دغه ليدنه کې دپوځ سرلښکر صدر اصف علي زرداري ته درخواست کړى ؤ چې هغه دې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ته دخپل هاغه بيان واپس اخستو وينا وکړي چې پکې هغه دچين يوې ورځپاڼې سره مرکه کې تور لگولى ؤ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني او دائي ايس ائي مشر جنرل احمد شجاع پاشا په ميمو کيس سپريم کورټ کې جمع کړي بيانونه غيرائيني او غيرقانوني دي ځکه چې ددغو بيانونو منظوري حکومت نۀ ده ورکړې.

دگيلاني ددغه بيان څخه وروستو دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس ائي پي ار څخه هم دهغه ددغه مرکې په اړه يو بيان جاري شو چې پکې دپوځ لخوا دړکه شوې وه دوزيراعظم گيلاني ددغه بيان سختې نتيجې راوتلى شي.

خو وروستو وزيراعظم وويل دائي ايس پي ار لخوا دبيان جاري کيدو وروستو جنرل اشفاق پرويز کياني هغه سره په ټيلي فون رابطه کړې وه ، ځکه نو دپوځ ددغه بيان له امله دهغه حکومت ته هيڅ خطره نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG