لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غوښتلي سيمې ته دې د صوبې درجه ورکړی شي


دغه قرارداد واکمن تحريک انصاف ، د حزب اختلاف ګوندونو پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ نون او جميعت علما اسلام (ف) په شریکه وړاندې کړی و د نهې، سه شنبې، په ورځ په متفقه توګه منظور شو او د ګلګت بلتستان دپاره یې د عبوري ايني صوبې غوښتنه وکړه 
دغه قرارداد واکمن تحريک انصاف ، د حزب اختلاف ګوندونو پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ نون او جميعت علما اسلام (ف) په شریکه وړاندې کړی و د نهې، سه شنبې، په ورځ په متفقه توګه منظور شو او د ګلګت بلتستان دپاره یې د عبوري ايني صوبې غوښتنه وکړه 

د ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلۍ په يو متفقه پرکړه ليک کې د پاکستان وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې چې دغه ځانګړې انتظامي برخې ته دې دعبوري ايني صوبې حېثيت ورکړل شي خو د بلاورستان قامي تحريک مشر او د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړي نواز خان ناجي وايي دعبوري صوبې ملاتړ نه کوي بلکې سیمې دپاره د کشمېر په ډول نظام غواړي.

دغه قرارداد واکمن تحريک انصاف، د حزب اختلاف ګوندونو پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ نون او جميعت علما اسلام (ف) په شریکه وړاندې کړی و د نهې، سه شنبې، په ورځ په متفقه توګه منظور شو او د ګلګت بلتستان دپاره یې د عبوري ايني صوبې غوښتنه وکړه

د ګلګت بلتستان حکومت وياند فيض الله فراق وي۔او۔ای ډيوه ته وويل ،وړانديز ليک یې د پاکستان وزير اعظم عمران خان دفتر ته هم ليږلی او اوس دا په وفاق ده چې قامي اسمبلۍ کې دغه بل تر څومره ملاتړ مومي او بيا دا بل د قانون سازۍ د مرحلو څخه تېر ېږي۔

د ګلګت بلتستان صوبې د اييني حيثيت په اړه چې دا پريکړه ليک بغير له اختلافه منطور شوی خو د بلاورستان قامي تحريک مشر او د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړي نواز خان ناجي ډيوه ته ويلي هغوي د سيمې دپاره دعبوري صوبې د غوښتنې ملاتړ نه کوي ځکه چې دغه سيمه هم لکه د پاکستان انتظام لاندې کشمير په شان لانجمنه برخه ده او هم دکشمير په طرز خپله اسمبلي، صدر او وزير اعظم او د کشمېر په څېر نظام غواړي ۔

خو نواز خان ناجي زياته کړه ، د پاکستان سرکار دريځ دی چې تاسو دګلګت بلتستان د اولس دپاره حق غواړۍ نو ځکه درله صوبې حيثيت درکوو او بيا تاسو وايي چې دأ سيمه لانجنه ده نو ځکه دغه صوبه به عبوري وي ۔

ناجي په وينا د پاکستان سرکار سره بې له دغه کوم دليل نشته نو ځکه غواړي چې عبوري صوبه جوړه کړي ۔

دګلګت بلتستان چې نزدې ١٥ لکه ابادي یې ښودل کېږي د ١٩٤٧ وروسته د پاکستان د واک لاندې ځانکړي حيثيت لري ۔

تير کال د نومبر په مياشت کې د سيمې قانون ساز اسمبلۍ د ټاکنو وړاندې د پاکستان وزير اعطم عمران خان اعلان کړی و ګلګت بلتستان ته به د عبوري صوبې حيثيت ورکوي او بيا يي يوه دولس کسيزه کميټي هم جوړه کړه چې په دغه لړ کې خپل سپارښتونه وړاندې کړي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG