د پولیس سرچینې وایي د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد تر څنګ په ترنول سیمه کې د پښتونخوا د هنګو سیمې یوه پېغله اؤ ځوان د غېرت په نوم وژل شوي دي.
د ډان نیوز له مخې دا پېښه د ترنول په پنډ پړیا نومې سیمه کې مخې ته راغلې چې پکې د وژل شوي ځوان پېژندګلو د شعیب اؤ اؤ پېغلې پېژندګلو د مردانه بي بي په نومونو شوې ده.
ډان د سرچینو له خولې ویلي چې وژل شوې پېغلې اؤ زلمي پخپله خوښه واده کړی ؤ اؤ بیا د جینۍ له کوره د ځان بچ کولو په خاطر یې د ترنول په دغه کلي کې د یو کور دننه پناه اخستې وه.
سرچینو ویلي تېره ورځ ملزمان په دغه پېغلې اؤ زلمي پسې په ترنول کې تر دغه کوره ور رسیدلي اؤ هغوي دواړه یې په بې دردۍ سره ذبح کړي اؤ بیا تښتیدلي دي.
پولیس وایي د وژل شوې جینۍ عمر ۲۲ کاله اؤ د هلک عمر ۲۴ کاله وؤ اؤ دواړه خپلو کې رشته دار یا خپلوان وؤ.
د پولیسو مشر یا ایس ایس پي ارسلان شاه زیب ویلي چې له پېښې وروسته ملزمان تښتدلي خو پولیس یې د نیولو هڅې کوي اؤ زر به یې د قانون منګولو ته ورکش کړي.
په دې وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې د غېرت په نوم د وژنو کچه لوړه شوې ده اؤ مطبوعات پرله پسې د غېرت په نوم د وژنو رپورټونه خپروي.
د تېرې جولایي میاشتې په ۲۷مه نېټه هم په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې دوه مېرمنې په یوه ورځ د غېرت په نوم وژل شوې وې.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي اؤ د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.
Forum